محب: د قیصاري پر کور برید له همغږۍ پرته شوی و

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د سیمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس عبدالمتین بېګ او ځینې نور چارواکي د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت ارزولو په موخه نن جوزجان ته تللي او هلته یې د ولسمشر له لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او یوشمېر امنیتي چارواکیو سره لیدلي دي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، شمال ته یې د سفر موخه د شمالي ولایتونو ارزول دي او په وینا یې، طالبان هڅه کوي چې د شمال او شمال‌ختیځ ولایتونه ناامن کړي.

د محب په وینا، د نظام‌الدین قیصاري پر کور برید له همغږۍ پرته شوی و.

حمدالله محب زیاتوي، په شمالي او شمال‌ختیځو ولایتونو کې به د طالبانو پلانونه شنډ او په وینا یې، د دې ډلې پر وړاندې عملیاتو کې به د عبدالرشید دوستم له نظامي تجربو ګټه واخلي.

هغه ډاډ ورکړی چې اوس په بلخ ولایت کې د وسله‌والو پر وړاندې عملیات پیل شوي او نورو شمالي او شمال‌ختیځو ولایتونو ته به هم وغځېږي.

په همدې حال کې د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم وايي، طالبانو د اقینې بندر او د شمالي ولایتونو کانونو ته د لاسرسي لپاره خپل بریدونه زیات کړي او په وینا یې، که ولسمشرۍ ماڼۍ اجازه ورکړي، شمالي ولایتونه به په څلورو میاشتو کې له طالبانو پاک کړي.

دوستم زیاتوي، د ملي امنیت شورا له سلاکار سره یې په ګډه غونډه کې د ټاکنو په اړه هم بحث کړی، څو د لانجو د حل لپاره یې سیاسي حل‌لاره پیدا شي او طالبان ترې ناسمه ګټه وا نه‌خلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په جوزجان ولایت کې ناامني هم د ولایت د مرکز شبرغان شاوخوا سیمو ته را رسېدلې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام