لیونیل میسي هم په فوټبال کې ۶۰۰ ګولونه پوره کړل

د بارسلونا فوټبال کلپ ارجنټایني لوبغاړي بېګا په لالیګا سیالیو کې د اټلاتیکو ماډریډ خلاف د سیالۍ یوازیني ګول د لوبې په لومړۍ نیمایي ۲۶مه دقیقه کې ووهلو چې بارسلونا یې په‌واسطه یو د صفر ګول پر وړاندې لوبه وګټله.

نوموړي دغه کارنامه د بارسلونا لوبډلې په کورني لوبغالي نیوکمپ لوبغالي کې وکړه او په‌دې سره یې د کریسټیانو رونالډو ریکارډ هم مات کړ.

میسي په‌دې سره وکولی شول چې په‌خپله ۷۴۷ مه فوټبال سیالۍ کې ۶۰۰ ګولونه هم پوره کړي.

په وهلیو شویو ۶۰۰ ګولونو کې میسي د ۵۳۹ ګولونو په ترسره شویو ۶۲۴ سیالیو کې د بارسلونا فوټبال کلپ په ګټه وهلي دي.

دغه راز لیونیل میسي په ۱۲۳ نړیوالو سیالیو کې هم لوبېدلی چې د خپل هېواد په ګټه یې تراوسه ټولټال ۶۱ ګولونه  وهلي دي.

لیونیل میسي دغه راز د ۶۰۰ ګولونو پوره کولو سره د کریسټیانو رونالډو ریکارډ هم مات کړ چې دغه پرتګالي لوبغاړي تېره میاشت په ۸۵۷ سیالیو کې ۶۰۰ ګولونه پوره کړل.

د معلوماتو له‌مخې، په وهلیو شویو ۶۰۰ ګولونو کې د لیونیل میسي ۱۴۸ ګولونه د لوبې د ۷۶مې او ۹۰مې دقیقو په منځ کې وهل شوي.

د لیونیل میسي د ښه ځلېدو له کبله اوس‌مهال هسپانوي کلپ بارسلونا په روانو (لالیګا) فوټبال سیالیو کې له ۲۷ اوونیو لوبو وروسته په پرېکنده توپیر سره لومړی مقام لري.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام