لویې څارنوالۍ مراجعینو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې‌دي

د افغانستان لوی څارنوال محمدفرید حمیدي نن د دې ادارې په انګړ کې د مراجعینو له‌پاره د اسانتیاوو برابرولو او معلوماتو ترلاسه کولو په موخه د معلوماتو او ښه راغلاست مرکز او یو جومات پرانیستغونډی ته وویل چی په‌دې مرکز کې رسنۍ او نور مراجعین د لویې څارنوالۍ اړوند معلومات ترلاسه کولی شي.

ښاغلي حمیدي زیاته کړه، د دې ترڅنګ به مراجعینو ته په وړیا توګه یو لړ تخنیکي خدمتونه هم ترسره شي او دوی به د خپل کار ترسره کېدو په بهیر کی د ناستی ځای او د خپل کار په اړه معلوماتو ته لاس‌رسی ولري.

د افغانستان لوی څارنوال محمدفرید حمیدي

لوی څارنوال دا اسانتیاوې مهمې او د عدالت یوه برخه بولي او وایي کله چې یو څوک دې ادارې ته ورځي باید انساني چلند ورسره وشي.

د لویې څارنوالۍ چارواکیو د معلوماتو له‌مخې، د دې ادارې پر جومات څه باندې ۳ میلیونه   او د معلوماتو او ښه راغلاست پر مرکز څه باندې ۱۰ میلیونه افغانۍ لګېدلي چې د دې ادارې له پراختیایې بودیجې ورکړل شوې‌دي.

د دولت په اډانه کې دا لومړۍ اداره ده چې مراجعینو ته په تم‌ځای کې د معلوماتو ورکولو او ځېنې نورې اسانتیاوې په وړیا توګه برابرېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام