د لوګر د ښځو چارو رییسې شیما زرګر سلام وطندار ته وویل چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې به د دې ولایت ۵۰ سلنه ښځې د ناامنیو، کلتوري محدودیتونو او تذکرو د نهشتوالي له امله ګډون ونهشي کړی.
اغلې زرګر زیاتوي، ولایتي ادارې ته په کار ده چې په ټاکنو کې د ښځو و ګډون ته زمینه برابره او پهدې اړه خلکو ته بشپړ پوهاوی ورکړي:
د لوګر د ښځو چارو رییسه همدراز وايي، په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې یې ښځو ته په ټاکنو کې د ګډون لهپاره پراخې غونډې نیولې وې؛ خو تر اوسه لا هم په ټاکنو کې ګډون ته د نوملیکنې لړۍ پيکه ښکاري.
بلهخوا د ښځو حقونو لوګرۍ فعالانې وايي، د پخوا په پرتله د لوګر امنیت ډېر خراب شوی او ښځې په راتلونکیو ټاکنو کې د ګډون لهپاره نوملکینه نهشي کولی.
د ښځو د حقونو فعالانې صابره او ډيوه احمدزۍ په ټینګار سره د ټاکنو له کمېسیون او ولایتي ادارې غواړي چې په ټاکنو کې د ګډون په موخه په ولسوالیو او کلیو کې ښځو او قومي مشرانو ته عامهپوهاوی ورکړي او امنیت یې ونیسي.
خو د لوګر والي انورخان اسحاقزی بیا د دې ولایت اوسېدونکیو ته ډاډ ورکوي چې د امنیت ټينګښت په موخه پراخ پلانونه لري چې په عملي کېدو سره به یې د مرکز پلعلم او ولسوالیو امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون راشي.
ښاغلي اسحاقزي پر لوګریانو غږ وکړ چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په راتلونکیو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.
لوګر، کابل ته څېرمه پروت څه ناڅه ناامنه ولایت دی چې تراوسه د دې ولایت درېیوو ولسوالیو کې هېڅ نوملیکنه نهده شوې.