د دغه ولایت یو شمېر ناروغانو او اوسېدونکو سلام وطندار ته وویل، د تېرو شپږو ورځو راهیسې د لوګر نایب امین الله خان " لوګري " ۸۵ بستریز روغتون د ناروغانو پرمخ تړل شوي دی.
د لوګر ولایت د مرکزي روغتون مشر ډاکټر عاشق الله مجیدي سلام وطندار سره په خبرو کې د دغه روغتون د تړل کېدو د خبر پخلی وکړ.
ده زیاته کړه، چې یوه اونۍ کیږي؛ په روغتون کې روغتیايي خدمتونه نه ترسره کيږي.
نوموړي وویل، چې هر ورځ به دغه روغتون ته ۷۰۰ ناروغان د درملنې لپاره راتلل، خو د موټر بم په چاودنه کې ۸۰ سلنه وسایل له منځه تللي دي.
ده همداراز وویل، دوی د لږو امکاناتو په درلودلو سره یواځې بېړنۍ څانګه فعال کړې ده او زیاته یې کړه، که ولایتي اداره او د روغتیا وزارت دې ستونزو ته پام و نه کړي روغتون به همداسې تړلی وي.
په ورته وخت کې ناروغان خبرداری ورکوي، که د لوګر ولایتي اداره او د روغتیا وزارت د مریضانو پر مخ د روغتون دروازې بندې وساتي نو دوی به لاریون وکړي.
د بره کي برک ولسوالۍ اوسېدونکې شازیه سلام وطندار ته وویل، چې "زوی یې د مرګ په حال کې دی او له سهار راهیسې د روغتون دروازه تړل شوې ده او هیڅوک نشته چې زموږ غم وخوري"
د لوگر ولایت بو بل تن اوسېدونکی چې لطف الله نومیږي له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، د ۶ ورځو راهیسې دغه روغتون تړل شوی دی او مسول چارواکي یې پوښتنه نه کوي.
دی وايي، په دې روغتون کې هر ورځ به تر ۷۰۰ تنو پورې ناروغان د درملنې لپاره راتلل.
د لوګر د عامې روغتیا مشر ډاکټر محمد ظریف نایب خیل په دې اړه وویل، چې په مرکز پل علم کې د موټر بم چاودنې له امله مرکزي روغتون زیانمن شوی دی، دی وايي، چې اوسمهال یې په یاد روغتون کې د بېړنیو ناروغانو څانګه او په صدو شخصي روغتون کې یوه څانګه د نایب امین الله خان لوګري روغتون د کارکوونکو په واک کې ورکړې ده.
دې وایې، دغه ستونزه یې د افغانستان دعامې روغتیا وزارت او د لوګر له ولایتي ادارې سره شریکه کړې او ډير ژربه دغه ستونزې حل شي.
د نایب امین الله خان روغتون د لوګر په مرکز پل علم کې موقعیت لري، چې په مرکز سربېره له محمداغې، بره کي برک، څرخ او خوښۍ له ولسوالیانو نه هر ورځ د درملنې لپاره سلګونه ناروغان راتلل.
به لوګر کې تېره اونۍ د موټر بم په چاودنه کې د لوګر نایب امین الله خان لوګري روغتون، ولایتي شورا، د کرنې او اوبو لګونې ریاست او سلګونه کورنۍ زیانمني شوې دي.