د لوګر ولایت سیمهییز چارواکي وایي چې تېره ورځ د دغه ولایت د څرخ ولسوالي په ډبر سیمه کې د ملکي وګړیو پر یوه سراچه ډوله موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.
د لوګر د امنیې قومانداني ویاند شاپور احمدزي سلامطندار ته وویل چې په یاده چاودنه کې د دوو مېرمنو په ګډون، څلور ملکیان وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا، وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي او غوښتل یې د اختر مبارکۍ لپاره د دوستانو کورونو ته لاړ شې چې د لارې په اوږدو کې د وسلهوالو طالبانو له لوري د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله وژل شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تراوسه پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.