د لوګر ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د ملي امنیت د کارکوونکو له خوا د پوهنې ریاست ۶ ماموران له طالبانو سره پر تور نیول شوي دي.
د لوګر د پوهنې ریاست مرستیال وزیر احمد مومند سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې تیره ورځ د مرکز پل علم اړوند د شپږو ښوونځيو امرین د ملي امنیت ریاست له لورې له طالبانو سره د مستقیمو اړیکو لرلو پر تور نیول شوي.
ښاغلي مومند زیاته کړه، دغه امرین د ملي امنیت چارواکو په پل علم کې له طالبانو سره له غونډې وروسته نیولي دي.
د مومند پر خبره، دغه ښوونځي د لوګر ولایت په لرو پرتو او هغو سيمو کې دي، چې امرين یې اړ دي، چې له طالبانو سره غونډې وکړي، چې د ښوونیز بهیر په مخ کې خنډ جوړ نه کړي.
د لوګر د والي ویاند محمد سلیم صالح هم دغه پېښه تایيدوي، وایې، چې له نیول شویو امرینو نه پوښتنې او ګروېږنې روانې دي
د صالح پر وینا، له تحقیقاتو وروسته به معلومه شي، چې نیول شوي امرین له طالبانو سره د کومو موخو لپاره ناستې کوي.
تېره اونۍ هم طالبانو د مرکز پل علم د نجونو څلورو لېسو مدیرانو ته ګواښ کړی و، چې له څلورم ټولګې نه پورته نجونو ته تدریس ونه کړي.
له دې وړاندې د ارزګان ولایت د عامې روغتیا رییس خان اغا میاخېل د پاکستان له استخباراتي شبکې "آی اېس آی" سره د همکارۍ او په اخلاقي فساد تورن شوی و.
پر نوموړي تور و، چې د دغه ولایت په روغتیایي مرکزونو کې د پاکستان د "آی اېس آی" کسان په دندو ګوماري او همکاري ورسره کوي.