لوګر کې د سینه‌بغل ناروغۍ ډېر ماشومان نیولي

د لوګر روغتيايي مسوولان وايي چې يوازې د لوګر مرکزي روغتون ته په یوه اوونۍ کې ۳۰۰ په سینه‌بغل ناروغۍ اخته ماشومان ور وړل شوي‌دي چې لسګونه یې اوس‌مهال په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د لوګر د مرکزې روغتون یو ډاکتر محمد صدیق سلام وطندار ته وویل چې د پخوا په پرتله د دې ناروغې کچه لوړه شوې او حتا په مرکزي روغتون کې د ځای د نه‌شتوالي له امله ډېر ماشومان نورو روغتونو ته لېږدول شوي‌دي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، که په‌دې اړه د روغتیا وزارت لاس په کار نه‌شي؛ لېرې نه‌ده چې په لوګر ولایت کې به ګڼ شمېر ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

بله‌خوا د لوګر د عامې روغتیا رییس رسول‌ګل ثمر هم په‌دې ولایت کې د ماشومانو د سینه‌بغل ناروغۍ زیاتوالی مني؛ خو وايي، تراوسه د دې ناروغۍ رسمي ارقام په لاس کې نه‌لري چې په‌دې ولایت کې څومره ماشومان په سینه‌بغل ناروغۍ اخته شوي‌دي.

په ورته وخت کې د نایب امین‌الله خان لوګري روغتون د یو شمیر ناروغانو پیوازان وایي چې د پخوا په پرتله یې په سیمو کې د سینه‌بغل ناروغي دوه برابره ډېره شوې؛ خو په وینا یې، په لوګر کې د درملنې له‌پاره مناسب روغتون نه‌شته.

دوی زیاتوي، اوسمهال د لوګر په مرکزي روغتون کې د زیاتو ناروغانو له امله په یو بستر کې تر درېیوو پورې ناروغان بستر شوې‌دي.

په لوګر کې د ماشومانو د ناروغيو د برخې يو ډاکټر محمداسماعیل سلام وطندار ته د دې ناروغۍ د ډېرېدو د مخنيوي له‌پاره د ماشومانو ګرم او له نورو هغو څخه لېرې ساتل اړین وبلل.

هغه زياته کړه، که ماشومان له سړې هوا، لوګي او ګردونو وساتل شي؛ د دې ناروغۍ د خپرېدو په مخنيوي کې ډېره مرسته کوي.

په افغانستان کې ککړه او سړه هوا او د نویو زېږېدلو ماشومانو د پالنې په اړه لږ پوهاوی، په سینه‌بغل د ماشومانو د اخته کېدو لوی لاملونه ګڼل شوي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام