لوبڅار بسم الله جان له کرکټ بورډ ادارې د خپلې درمنلې غوښتنه کوي

د کرکټ لوبڅار بسم الله جان شینواری د زړه په رنځ اخته دی او وايي، چې د درملنې له‌پاره یې زیات لګښت ته اړتیا ده.

بسم الله جان شینواري سلام‌وطندار سره په مرکه کې له کرکټ بورډه وغوښتل، چې د ملي لوبغاړیو په څېر دوی ته هم د درملنې لګښت ورکړي.

دغه لوبڅار وايي، د ۱۱ زرو ۴ سوو او ۷۱ افغانیو میاشتنې معاش څخه د خپلې ناروغۍ درملنه نه‌شي کولی.

شینواري زیاته کړه، د لوبڅارۍ څانګې مسوول احمد شاه پکتین په شمول د غوراوي ډلې غړي ولي‌امین ورته د کرکټ بورډ چارواکیو، کارکوونکیو او هم د ملي لوبغاړیو په مرسته د درملنې لګښت راټولولو ژمنه ورکړې ده.

دی وايي، د کرکټ بورډ چارواکیو یې د ناروغۍ درملنې لګښت په اړه هېڅ مرسته نه ده کړې.

د بسم الله جان شینواری پر وینا، لوبڅاران هم د لوبغاړیو په څېر د لوبې مهمه برخه ده او باید کرکټ بورډ یې د ملي لوبغاړیو په شان په هره برخه کې لاس‌نیوی وکړي.

نوموړي وویل، د خپلې درملنې له‌پاره یې پیسې راپور کړې دي او د پاکستان هېواد «رحمان» روغتون ته د درملنې په‌پار تللی دی.

د لوبڅارۍ څانګې مسوول احمد شاه پکتین سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، د کرکټ بورډ له عمومي مشر سره یې په دې اړه خبرې کړي او بسم‌الله جان شینواري ته یې د درملنې ډاډ ورکړی دی.

د نوموړي پر وینا، د نورو هېوادونو په پرتله د افغانستان لوبڅاران ښه امتیازات لري؛ خو زیاتوي چې د لوبڅارانو د خوندیتوب له‌پاره دې هر اړخیزه پالیسي جوړه شي.

دی وايي، لوبغاړي او لوبڅاران ټول ژوند کرکټ پورې تړلی دی او باید دواړو ته یو ډول اسانتیاوې برابرې شي.

هڅه مو وکړه، د کرکټ بورډ له اداري سره د بسم‌الله جان شینواري او پر ملي لوبغاړیو سربېره د لوبڅارانو درملنې او توپیري امتیازاتو په اړه د موجودو پالیسو په اړه خبر شو؛ خو مسوولو چارواکیو مو اړیکه ځواب نه کړه.

بسم الله جان شینواری د احمد شاه پکتین او احمد شاه دراني ترڅنګ د هغو ۳ لوبغاړو په ډله کې شامل دی، چی د دویمې درجې «لېول ۲» نړیوالې لوبڅارۍ ته منل شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام