د بادغیس د جوند ولسوال محمدهاشم عثماني دې ولسوالۍ ته د حکومت په نه پام نیوکه کوي او وايي چې جوند ولسوالۍ ناامنه ده او له لسو کلونو راهیسې يې ټولې مواصلاتي لارې د دولتي کارکوونکیو او ان د دې ولسوالۍ اوسېدونکیو پرمخ تړلې دي.
د جوند ولسوال په وینا، د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي طالبانو ته د باج له ورکولو پرته د دې ولسوالۍ په مواصلاتي لارو تګ ـ راتګ نهشي کولی.
ښاغلي عثماني زیاته کړه چې د بادغیس ولایت لهپاره د طالبانو نومول شوي والي شیخکریم کور د ولسوالۍ په درې کیلومترۍ کې موقعیت لري.
ویل کېږي چې طالبان هره شپه دې ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو بریدونه کوي. د جوند ولسوال په وینا، دوی کافي ځواکونه نهلري چې د طالبانو پر وړاندې ودرېږي.
د بادغیس ولایتي شورا غړی عبدالباسط صارم د جوند ولسوالۍ مواصلاتي لارو بندېدل معما بولي او وايي چې حکومت د پوځي عملیاتو او له طالبانو د مواصلاتي لارو پاکولو لهپاره د خلکو غوښتنې خلاف تراوسه هېڅ اقدام نهدی کړی.
ښاغلی صارم په ټینګار سره له حکومته غوښتنه کوي چې دا لاره ژر پرانیزي.
د دې ولسوالۍ دوه اوسېدونکي خدا داد او عبدالعزیز باوري دي چې ځايي حکومت یوازې د جوند بازار امنیت نیولی شي او د پاتې سیمو هېڅ پروا نهلري.
د دوی په وینا، له بازاره هاخوا هېڅ امنیت نهشته، حتا غله په رڼا ورځ، غلا کوي او خلک وژني.
د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي هم امنیتي ستونزې او د جوند مواصلاتي لارو بندېدل مني؛ خو وايي چې د ولایت مقام ټیم د دې ستونزې هوارولو لهپاره پهخپل ټول توان وکاروي.
جوند ولسوالۍ د بادغیس ولایت کلا نو مرکز په ۱۶۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري چې طالبان له کلونو راهیسې پهدې ولسوالۍ کې فعالیت کوي او د وسلهوالو طالبانو او دولتي سرتېرو ترمنځ نښتو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړیدی.