له کندهاره سږکال پاکستان ته شاوخوا۶ زره ټنه انګور صادر شوي

له کندهار ولایت نه پاکستان هېواد ته د ۵۷۲۳ ټنو انګورو په صادرېدلو سره د دغه ولایت اوسېدونکیو ته یو میلیون، یو سلو او نږدې ۱۰۰ زره امریکايي ډالره عواید لاس ته ورغلي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا نن سه شنبه د (نومبر پر ۲۲مه) سلام وطندار ته وویل، سږکال د کندهار د انګورو محصولات ډېر ښه وو؛ خو که چېرې د انګورو د صادراتو پر مهال پاکستان د سپین بولدک ولسوالۍ سره نږدې فرضي کرښه نه وی تړلی؛ دا صادرات به دوه چنده وی.

د انګورو د موسم پر وخت د پاکستاني پولیسو له خوا د سپین بولدک په سیمه کې د ۲۰ ورځو له پاره پر فرضي کرښې د تګ ـ راتګ لاره تړل شوې وه، چې کندهاري سوداګرو ته یې په میلیونونو افغانۍ زیان واړولو.

بینا زیاتوي، دا مهال یوازې پاکستان ته د انګورو صادرات لري او په دې لټه کې دي، چې نورو هېوادونو ته د هوا له لارې صادرات پیل کړي.

د کندهار د لندې مېوې د کمېسیون مشر حاجي ناني هم سلام وطندارته وویل، که اړوندې دولتې ادارې په دې ولایت کې سړې خونې جوړې کړې وی؛ ښايي سوداګرو دومره زیات تاون نه وی کړی.

د ده په خبره، اوس د سختې مجبورۍ له امله خپله تازه مېوه په پاکستانیو سړو خونو کې ساتي.

حاجي نانی همدارنګه وايي، نورو هېوادونو ته د الوتکو د لوړ محصول له امله صادرات نه شي کولی او که يې وکړي؛ نو هلته بیا ګټه نه شي کولی، بلکې سوداګریز مالونه ورته په تاوان تمامېږي.

نوموړی د کندهاري سوداګرو په استازیتوب وايي، که دولت ورسره مرسته وکړي، چې خپل سوداګریز محصولات د هوا له لارې نورو هېوادونو ته ولېږدوي؛ نو د پاکستان پر ځای به نړیوالو مارکېټونو ته لاره پیدا کړي او هر کال به يې انګور له خرابوالي خلاص شي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولان وايي، له ۱۳۸۷ لمریز کال راهیسې هڅه کوي، چي د کندهاري انګورو له پاره ارزانه هوايي ټرانسپورټ پیدا کړي؛ خو تر اوسه نه دي توانېدلي.

د کندهار د سوداګرۍ خوني مرستیال انجنیرعبدالباقي بینا زیاتوي، هر کال د تازه مېوې د صادراتو څخه دوې میاشتې مخکې په کندهار کې د پاکستان له کونسلګرۍ سره خبرې کوي، هغوی ژمنه ورکوي؛ خو د صادراتو پر مهال بیا یوه ستونزه راپيدا شي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې د مسوولانو په خبره، سږکال يې په افغانستان کې د پاکستان له سفیر سره هم دا ستونزه شریکه کړې او ورته ویلي یې دي، چې د صادراتو او وارداتو د لېږد په اړه له پاکستان سره د دایمې حل په پار خبرې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام