له ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي عالي کمېسیون جوړېدل

د عدلیې وزارت چارواکي وايي، د ښځو او ماشومانو د ځورونې مخنیوي قانون پر بنسټ به، د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مشرۍ د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي عالي کمېسیون جوړ شي.

د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت نن کابل کې د ښځو او ماشومانو د ځورونې نه د مخنیوي او د ودونو مراسمو قانون د خپرولو په غونډې کې وویل چې دا کمېسیون د نوي قانون له‌مخې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او یو شمېر نورو دولتي بنسټونو په مشرۍ جوړېږي.

د ښاغلي ریاضت په وینا، د دغه قانون موخه د تاوتریخوالي له قربانیانو ملاتړ، د کار خوندي چاپېریال رامنځته کول، ښوونه او روزنه او له ځورولو پرته روغتیايي خدمتونو ته د ښځو او ماشومانو لاس‌رسی دی.

د دغه قانون پر بنسټ، د ځورونې قربانیان یا استازي پولیسو، محکمې او ولایتي او د لسوالیو شوراګانو ته شکایت کولی شي.

دولتي ادارو کې د ښځو ځورولو پېښو ته، د ځورولو مخنیوي کمېټو له لوري لاس‌رسی کېږي.

ښاغلی ریاضت زیاتوي، د ښځو او ماشومانو له ځورونې د مخنیوي قانون په نافذو سره، د ښځو او ماشومانو ځورولو مخنیوي مقرره او د ښځو او ماشومانو په ځورولو پورې اړوندې قانوني مادې لغوه شوي‌دي.

د ښځو او ماشومانو د ځورولو مخنیوي قانون کې د بدن لمسول، نامشروع غوښتنه، ژبنۍ او غیرژبنۍ ځورونې، هر هغه عمل چې جسم ته زیان رسوي او د ښځو او ماشومانو انساني کرامت ته سپکاوی، ځورونه شمېرل شوی او مرتکبینو ته یې سزا اورول شوې‌ده.

د عدلیې وزارت د چارواکیو په وینا، د اساسي قانون د ۲۴مې او ۵۴مې مادو پر بنسټ، د ښځو او ماشومانو د ځورونې مخنیوي قانون ۳ څپرکیو او ۲۹ مادو کې جوړ شوی‌دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام