چاپېریال یوې ستړې کوونکې غوغا ځپلی دی، هره خوا د زیانمنو مارکیټونو، دوکانونو او وسایلو تخریب شوې نندارې د پېښې په ځای کې د یوې تراژيدۍ د تېرې شوې صحنې شاهدي وايي.
دا چاپېریال په بشپړ ډول پر یوې ناورین ځپلې جغرافیايي موقعیت بدل شوی دی، د هر انسان په وچلي کې وېره او پر مخ له جنګه د نفرت ارويي ستړیا لیدل کېدله.
شاوخوا هر څه پر انسان د شوي ناروا کړنې له امله د شکایت غږونه کول.
دا د کابل د څلورم مکروریانو هغه سیمه ده، چې تېره ورځ په کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان موټر بم چاودنه شوې وه او ګڼو ولسي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د عامې روغتیا وزارت چارواکو رسینو ته ویلي وو، چې په پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي، چې ۳ يې بهرنيان دي او له ۶۰ ډېر ټپيان شوي دي.
دلته هر څه نیم ژواندي وو، د پېښې له امله مارکیټونو، هټيو، لاسي کراچیوانانو، ورځ مزدورانو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واوښتل.
په سیمه کې شاوخوا ډېرې ماتې شوې شیشو، سوځېدلو موټرو، وران شويو هټيو او پرتو خوراکي توکو څخه د پېښې د شدت اندازه لګېدلی شي.
د پېښې ځای ته نېږدې د شینوزاده په نامه د یو خصوصي روغتون ښېښې، لابراتوارونه او د عملیاتو بېلابېل تخنیکي وسایل په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
دا پېپښه د نورو تلفاتو تر څنګ له دې اړخه هم خورا زیانمنونکې وه، چې په داسې مهال وشوه، چې له دفترونو مامورین او له ښوونځیو زده کوونکي د رخصتېدلو په حال کې وو او ګڼ دوکانداران په همدې ځای کې د روزۍ د پيدا کولو له پاره راټول وي.
د پېښې عیني شاهدان وايي، چې په دغه ځای کې څلور – پنځه ښوونځي، کورسونه او د عزیزي په نامه د یو خصوصي بانک څانګې د خلکو په ډېروالي کې مهمه ونډه لرله.
عیني شاهدان دا هم وايي، چې د وژل شویو او ټپیانو زیاته برخه عام وګړي دي.
محمد نعیم د څلورم مکروریانو اوسېدونکی دی، چې په ګډوډ ځان په سیمه کې د خپل نادرکه شوي خوره يي پسې لالهنده ګرځېد، سلام وطندار ته وویل، چې د پېښې په ځای کې یې خوره يي پر لاسي کراچۍ سیګرټ پلورل؛ مړی او ژوندی ورک دی. د ده په خبره د کابل ټول روغتونونه او امنیتي حوزې یې ولټولوې، خو نه یې مړی پيدا شو، نه ژوندی.
د ده په خبره، په ټولو روغتونو وګرځېد، خو د مړو او ژوندو په لېستونو کې یې نوم پیدا نه شو.
سمیع الله هم همدې سیمې ته راغلی او د خپلو وروڼو کراچۍ چې په سیمه کې یې نښې نښانې لیدل کېدل کېږي راټولوي؛ سمیع الله سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې په پېښه کې یې دووه وروڼه چې یو یې ۱۳ کلن او بل یې ۸ کلن وو، ټپيان شوي دي.
د سیمې یو دوکاندار وايي، د پېښې په ځای کې ډېر خلک د مارکېټونو د شیشو د ماتېدلو له امله مړه او ټپيان شوي دي.
د شریف الله په خبره، د شینوزاده روغتون ته له ناروغانو سره راغلي ډېر پيوازان په سیمه کې د شیشو راغورځېدلو مړه او ټپیان کړي.
شریف الله وايي، ډېر داسې وګړي یې ولیدل، چې نیم وجوده رغړېدل او د ډېرو خو لا د بدن غړي نه وو او په ځمکو ترپېدل.
شکېب بهاالدین چې په وزیر اکبر خان روغتون کې په ټپي حالت کې په بستر پروت و، لاس، پښه او ملا یې ټپي شوې وه وویل، چې له خپل ورور سره یوځای د مور لپاره د دوا پېرلو لپاره شینوزاده روغتون ته راغلی و، چې دواړه ټپيان شو. په ژړغونې غږ یې وویل: ای موږ سوله غواړو.
لقمان چې په همدې روغتون کې تر درملنې لاندې دی، سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د پېښې په ځای کې د کورس پر لور روان و، چې یو ناڅاپه یې د چاودنې غږ واورېد، تر څو چې خبرېد، په روغتون کې په داسې حال کې پروت و، چې پښه، لاس او سر یې په ډېر بد حالت ټپي شوي وو.
په روغتون کې یوه بله ناروغه د سیما په نامه یوه زړه ښځه ده. دا وايي، چې د درملنې لپاره روغتون ته راغلې وه، چې د ناروغۍ درملنه یې وشي، خو خبره نه وه، چې دښمنان یې پښه ورپرې کوي.
سیما وویل: "ځانمرګي دې الله تکه تکه کړي، چې زه او نور افغانان یې تکه تکه کړو."
د پېښې له ځایه دولتي روغتونونو ته د وړل شویو مړو او ټپيانو په اړه د روغتونو مسولین بېلابېل نظرونه لري.
د وزیر اکبرخان دولتي روغتون سرطبیب ډاکټر نجیب الله نثار وايي، چې د پېښې له ځایه ورته ۴۱ تنه زیانمن شوي کسان ور وړل شوي وو، چې له جملې یې ۸ تنه څه په لاره او څه روغتون ته تر ور رسېدلو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
د ده په خبره، مړي او ټپیان ټول عام وګړي وو.
د سرطبیب په خبره، په دغه پېښه کې یوه حامله مېرمن چې ۸ میاشتنی ماشوم یې پر نس وو، له خپلو دوو نورو ماشومانو سره وژل شوې ده.
د ډاکټر نثار په خبره، په ځانمرګي موټر بم کې ۷ ښځې هم ټپیانې شوي دي.
د کابل د ایمرجنسي روغتون مسولین وايي، چې د مکروریانو له پېښې ورته شاوخوا ۹ ټپیان ور وړل شوي دي.
د دغه روغتون یو جراح محمد وسیم بهرمند وايي، چې په ۹ ټپیانو کې ۱ تن ۱۲ کلن ماشوم مړ شوی، ۶ ټپيان په روغتون کې بیستر دی او ۱ ټپي کور ته لېږل شوی.
د ده په خبره، راوړل شوي زیانمن ملکي وګړي وو.
وحید الله هاشمي، چې په سیمه کې یې کرولا ډوله موټر له منځه تللی وايي، چې په سیمه کې د پېښې په ځای د ۵۰ او ۱۰۰ ترمنځ موټرې هم زیانمنې شوي دي.
د ده په خبره، په پېښه کې شاوخوا ۷۰ تنه ټپیان شوي او د بهرنیانو یو موټر هم زیانمن شوی و.
احمد الله توتاخېل، چې شینوزاده روغتون ته یې ناروغ راوستی و وویل، چې په پېښه کې یې موټر په بشپړ ډول له منځه تللی دی. توتاخېل دا هم زیاتته کړه، چې ډېر مالي اوځاني زیانونه پر سړک روانو موټرو او وګړو ته اوښتی دی.
روح الله سهاک د شینوازاده روغتونو د لابراتوارونو مسول وايي، چې د دغه روغتون ډېر قیمتي ماشینونه خراب شوي او له منځه تللي دي.
د سهاک په خبره، شینوزاده روغتون ته د ور اوښتي زیان په اړه کره څه نه شي ویلی، خو وايي، چې په دغه روغتون کې د سیمې په کچه ماشینونه موجودو وو، چې هر یو یې له ۴۰ زرو ډالرو تر ۵۰ زرو ډالرو پورې قیمت لرلو، تخریب شوي او له منځه تللي دي.
د شینوزاده روغتون مشر حاجي عظیم تره خېل وايي، په هماغه تازه شېبو کې یې هم خپل فعالیت ته دوام ورکړ او د روغتون د کارکوونکو له خوا یې ۲۵ ټپیان او ۲ تنه مړي ورته راوړل شول، چې ټول عام وګړي وو.
د تره خېل په خبره، د ده د روغتون ۷ تنه کارکوونکي هم په دغې پېښه کې ټپيان شوي دي.
د تره خېل پر وینا، د ځانمرګي برید له امله د دوی روغتون ته شاوخوا ۶ سوه زره امریکايي ډالر زیان اوښتی دی.
د شینوزاده روغتون مشر، له روغتیا وزارت نه په دې ګیله من ښکاري، چې نه یې د دوی د روغتون او نه هم د راوړل شویو مړو او ناروغانو پوښتنه وکړه.
د حاجي تره خېل په خبره، پېښه په خپله د بهرنیانو له خوا شوې ده. د ده په باور په دې سیمه کې ټول ولسي وګړي مړه او ټپیان شوي دي.
وسلوالو طالبانو له پېښې څو ساعته وروسته په دې برید کې لاس لرل رد کړل. طالب ویاند ذبیح مجاهد رسنیو ته په یوې لېږلې خبرپاڼې کې وویل؛ په دې حمله کې چې ولسي خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې لاس نه لري. وسله وال طالبانو تر دې مخکې هم په داسې بریدونو کې لاس لرل رد کړي، چې ډېر ولسي خلک په کې وژل شوي وي.
د کابل ښار په زړه کې، د حامد کرزي هوايي ډګر ته شاوخوا یو کیلومتر نېږدې، په څلورم مکروریانو کې، چې د ۹ نهمې امنیتي حوزې پورې په اړوندې سیمې کې دا چاودنه په داسې حال کې کېږي، چې شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې د کابل د حامد کرزي هوايي ډګر په دروازه کې موټر بم چاودنې ۵ تنه وژلي وو او شاوخوا ۱۶ تنه یې ټپیان کړی وو.