له هرات وروسته غور، فراه او هلمند هم د کرونا د شکمنو پېښو شاهدان وو

په هرات کې پر کرونا ویروس د ۷ شکمنو پېښو له ثبتېدو وروسته، اوس دوه نورې پېښې په فراه، یوه په غور او بله هم په هلمند کې ثبت شوې ده.

د هرات د عامې روغتیا په ریاست کې د کرونا له ویروس سره د مبارزې کمېټې مسوول نذیراحمد ده‌ګان وايي، په دغه ولایت کې د دوو ښځو په ګډون ۷ نورې شکمنې پېښې هم ثبت شوي چې له تېرې ورځې راهیسې په هرات حوزوي روغتون کې بستر شوې دي.

له هرات وروسته له ایران سره په ګډه پوله پروت فراه ولایت کې هم پر کرونا ویروس د اخته کېدو دوې شکمنې پېښې ثبت شوې دي.

د فراه د عامې روغتیا رییس عبدالجبار شایق وايي، شکمن کسان د ایران پولې ته څېرمه دوه هټۍ‌وال دي چې تبه، زکام او کرونا ته ورته نښې په‌کې لیدل شوي او د ولایت د روغتیايي ټیم له‌خوا تر جدي مراقبتونو لاندې نیول شوي دي.

شایق زیاتوي، لا څرګنده نه ده چې دغه کسان پر کرونا اخته دي، که‌نه.

د غور ځايي مسوولان هم په دغه ولایت کې د کرونا ویروس د یوې شکمنې پېښې د ثبتولو خبر ورکوي.

د غور والي غلام‌ناصر خاضع سلام‌وطندار ته وویل، دغه کس په ولایتي روغتون کې تر جدي مراقبت لاندې دی او د معایناتو پایله یې هم کابل ته استول شوې ده.

د غور د عامې روغتیا رییس جمعه‌ګل یعقوبي هم وايي چې په ولایتي روغتون کې یې یو شکمن کس چې شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې له ایران نه ورغلی، قرنطین کړی دی.

د هلمند روغتیايي مسوولان هم په دغه ولایت کې د کرونا ویروس د یوې مثبتې پېښې د ثبت خبر ورکوي.

د هلمند د عامې روغتیا رییس عبدالاحد حازم سلام‌وطندار ته ویلي، یاد کس قرنطین شوی او د معایناتو پایله یې هم کابل ته استول شوې ده.

په ورته وخت کې د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا نن په هرات کې یوې خبري غونډه کې د مسافرانو پر مخ د اسلام‌کلا لارې د پرانېستو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، په سرحد کې د کرونا ویروس پېژندلو دستګاوې د دغه وېروس د تشخثصولو لپاره اړین دقت نه لري.

په داسې حال کې چې تېره ورځ د عامې روغتیا وزارت په هرات ولایت کې بیړنۍ روغتیايي حالت اعلان کړ او له خلکو یې وغوښتل چې په غونډو او محفلونو کې برخه وا نه خلي، خو اوس د هرات ښار په حال او هوا کې هېڅ راز بدلون نه لیدل کېږي.

خلک خپلو ورځنیو چارو ته دوام ورکوي، د روغتیا وزارت د غوښتنې خلاف یو بل ښکلوي، لاسونه او غاړې ورکوي.

ځینې کسان پر کرونا ویروس باور نه لري او وايي، څومره چې تبلیغات کېږي، یاد ویروس هغومره ګواښوونکی نه دی.

د عبدالروف په نوم د هرات ښار یو ۴۰ کلن پلورونکی له ماسک او لاس ماغو پرته پر خپل کاروبار بوخت دی او له هراز وېرې پرته خپلو پېرودونکیو ته لاس ورکوي.

عبدالروف کرونا ویروس د کفارو لپاره الهي عذاب ګڼي او وايي، که خدای وغواړي، هر څوک په هر ځای کې پر دغه ویروس اخته کولی شي او په وینا یې، ده خپل ځان خدای ته سپارلی دی.

که څه هم د محمدعلي په نوم یو بل ۳۰ کلن هراتی ځوان د کرونا ویروس له ګواښه خبر دی، خو وايي دغه ویروس د ده لپاره هېڅ ګواښوونکی نه دی.

خو بله‌خوا داسې ډېر لږ کسان هم شته چې د کرونا ویروس ګواښ جدي ګڼي او روغتیايي ټکي یې تر یوه بریده عملي کړي دي.

دوی له نورو خلکو هم غواړي چې دغه ویروس جدي وګڼي او په اړه یې بې‌پروايي ونه کړي.

د عامې روغتیا وزارت هم له هغو ټولو کسانو چې په دې وروستیو کې د ایران له قُم ښار نه راستانه شوي، غوښتنه کوي چې تر دوو اوونیو پورې په خپلو کورونو کې پاتې شي او که د کرونا نښې ولري، روغتیايي مسوولانو ته دې خبر ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام