له مدرسې تر زندانه د جمیل کیسه؛ جنت مو په تمه دی

"دلته کافران راغلي. له کافرو او د هغوی ملګرو سره جهاد فرض دی. که په دې لار کې ووژل شو شهیدیږو او خدای به د دې سرښندنې په بدل کې جنت، حورې او غلمان راکړي".

دا هغه وینا ده، چې هره پنجشنبه د مدرسې یو ملا د وژل شویو طالبانو پسې د قرانکریم په ختم کې جمیل او د هغه ټولګیوالو ته کوله.

په کندهار ولایت کې د سلام وطندار خبریال له قانونه د سرغړونکو ماشومانو د ساتني څانګې (اصلاح مرکز) ته ورغلی او د هغو ماشومانو په اړه یې څېړنه کړې، چې د جګړه مارو ډلو له خوا یې ماغزه ورمینځل شوي دي.

د کندهار لوی محبس ترڅنګ د اصلاح مرکز په انګړ کې پیتاوې او شنه چای ته ناست مسوولین وايي، دوی ته مخامخ په قلفونو او ځنځیر تړل شوې دروازې تر شاه ۳۳ تنه تر اتلس کلنۍ کم عمره کوچنیان د بېلابېلو جرمونو په تړاو بندیان دي.

جمیل په مستعار نوم یو له هغو کم عمره ماشومانو دی، چې دلته ماشومانو په زندان کې بندي دی.

درې اوونۍ مخکې نوموړی د یو سیاسي جرم په اساس د ماشومانو زندان ته راوستل شوی دی. مخکې له دې چې جمیل زنداني شي، د کندهار ښار په یوه دیني مدرسه کې د قرانکریم حفظ او د فقهې دوه لومړني کتابونه قدوري او شروط الصلوات زده کړه کوله.

دی وايي، د سهار له خوا به د دین زده کړې په خاطر مدرسې ته تللو او پاتې نیمه ورځ به د واسکټونو په یوې خیاطۍ کې د هفتې په ۱۵۰ افغانیو  شاګردي کوله.

جمیل د پلار مشر زوی دی، درې کشران وروڼه او دوه خویندي لري، پلار يې معلول او میاشتنی عاید يې لس زره افغانۍ دی.

د ده، په خبره هره پنج شنبه به د دوی د مدرسې یو تن استاد د دیني زده کړو پرځای له کلیوالو خلکو په پټه وژل شویو وسله والو طالبانو پسې د قرانکریم ختم او دوعا ګانې کولې.

د جمیل استاد به د قرانکریم د ختم او دوعا ګانو پرمهال خپلو شاګردانو ته تبلیغ کولو چې "دلته کافران راغلي. له کافرانو او د هغوی له ملګرو سره جهاد فرض دی. که په دې لار کې ووژل شو شهیدیږو او لوی خدای به د دې سرښندنې به بدل کې جنت او په جنت کې حورې او غلمان راکړي."

جمیل وايي، دغو خبرو پر ده او ټولګیوالو یې اغیز کولو او هره ګړۍ چمتوو، چې د خدای په لار کې ځانونه "قرباني" کړي.

دی وايي، له امریکایانو سربېره د دولت له نظامي او ملکي مامورینو یې کرکه کوله او په لېدو به یې د استاد تبلیغ وریادېدولو.

جمیل زیاتوي، د ملي امنیت کارکوونکو په اړه ورته ویل شوي وو، چې د امریکانو غلامان دي او هېڅ روژه نه نیسي.

په تېره روژه کې یو ورځ د مدرسې استاد جمیل ته تومانچه ورکوي او ورته وايي، دا به دوو موټرسایکل سپروته وسپاري، دا هغه وسله وال دي، چې جمیل یې نه پېژني.

جمیل د خدای د رضا له پاره دغه وسله هغوی ته سپاري او په دې تومانچې سیمه کې دوه دولتي مامورین وژل کېږي.

وسلهوال تومانچه بېرته جمیل ته سپاري او جمیل یې بېرته د مدرسې استاد وسله سپاري.

جمیل په زړه کې ډېر خوشاله دی، چې یو ګام جنت ته نژدې شوی او د استاد رضا یې تر لاسه کړې. له پېښې څو میاشتې وروسته پولیس مدرسې ته ورځي. جمیل، درې ټولګیوال او استاد یې د پوښتنو په پلمه نږدې ماموریت ته بیايي او له هغه ځای یې ملي امنیت ته د لازیاتو پلټنو له پاره ورپېژني.

د ملي امنیت له پلټنو وروسته یو ټولګیوال یې راخوشې کېږي او دوی څارنوالۍ ته معرفي کوي، چې جمیل له استاده بېل اصلاح مرکز ته راوستل کېږي.

جمیل وايي، د اصلاح مرکز کې وهل ټکول نه شته او هره ورځ درې ساعته د ښوونځي درسونه پرې لوستل کېږي.

دی کیسه کوي، چې اصلاح مرکز ته په راتګ د مدرسې استاد خبرې ورته دروغ ثابتې شوي او زیاتوي، چې دلته عسکر او نور مامورین لمونځ کوي او د کافرانو هېڅ کردار یې نه دی په کې لېدلی.

د مرکې پرمهال یې سترګو کې اوښکې ډنډ شوې او په نیولي غږ یې وویل، چې په خپلو ټولو کړونو پېښمانه دی.

د جمیل په خبره پلار يې په دې نه و خبر، چي زوی ته يې د دیني زده کړو ترڅنګ د جهاد، جنت، حورو او نعمتونو تبلیغ کېږي او زیاتوي که پلار یې خبر وی، هېڅ کله به یې د ورانکاریو اجازه ورکړې نه وه.

د کندهار ولایت د عدلیې ریاست مشر نیک محمد احمدي وايي، چې په اصلاح مرکز کې د مېشتو کوچنیانو درېیمه برخه هغه ماشومان دي، چې د ملي امنیت په خلاف فعالیتونه یې کړي دي.

احمدي وايي، په دې مرکز کې زیاتره هغه ماشومان دي، چې کورونه یې په پاکستان او یاهم د پاکستان په دیني مدرسو کې زده کړې کړي دي.

دغه راز د کندهار د بشري حقونو په سیمه ییز دفتر کې د ماشومانو څانګې مرستیاله سلیمه احد د کم عمره هلکانو ذهني مینځنې په اړه اندېښنه ښيي.

د مېرمن سلیمې پر خبره، د ډېرو کمو پیسو به بدل کې له دغو ماشومانو استفاده کېږي؛ د ماینونو، چاودنو، ځانمرګو بریدونو او نور موخو له پاره کارول کېږي.

نوموړې وايي، چې زیاته دغه ماشومان د غربت له وجې تېراېستل کېږي او د بېوزلو کورنیو دي.

سلیمې وویل، دا یو بشري ناورین دی او د جګړې له ټولو خواوو غواړي، چې له ماشومانو دې استفادې نه کوي.

په افغانستان کې له دولت سره ناثبت شوې دیني مدرسې د هېواد ملي امنیت له پاره یو له ستره ستونزو بلل کېږي او وسلهوال طالبان یې د دولت خلاف بریدونو لهپاره کاروي.

د پوهنې وزارت ویاند مجیب مهرداد وايي، چې تراوسه یې نږدې زره دینې مدرسې د پوهنې وزارت سره ثبت شوي دي. د جمیل دغه کیسه په ټول هېواد کې د لسګونو هغو ماشومانو د برخلیک یوه بېلګه ده.

خو څه موده مخکې ذبیح الله مجاهد، چې ځان د وسل والو طالباو ویاند بولي، سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، د جګړې په لیکو کې د ماشونو کارول په بشپړ ډول رد کړل.

ذبیحالله مجاهد وايي، چې په ځانمرګو بریدونو او چاودنو کې د ماشومانو کارول یوازې یو دولتي تبلیغ دی.

مجاهد وویل، د نظامي لایحې پربنسټ هېڅوک حق نه لري له ماشومانو د جنګي موخو له پاره کار واخلي.

په افغانستان کې د ترهګرو او ترهګریز فکر تولید د لاملونو یو هغه یې په دیني مدرسو کې د کوچنیانو د ذهنونو مینځل او استفاده کول دي.

کوچنیان د جګړې، جهاد او وینې تویولو په معنا نه پوهېږي؛ دا ده، چې د ټاکل شویو مبلغینو له خوا يې مغز مینځل کېږي، په کمو پیسو د جګړې ډګر ته ورلېږل کېږي او بلاخره د شهادت او شهیدېدو په نوم عام محضر کې ځانمرګي بریدونه کوي.

د مغزو مینځل هغه باور دی، چې پر بنسټ یې یو وګړی خپل شخصي باور او عقیده د یوې ډلې د اندونو په ګټه پرېږدي؛ معمولا د سیاسي او نظامي موخو ترې ناوړه ګټه اخلي.

د یادونې ده، چې په مغز مینځنه کې ماشومان د کارونې اصلي توکي دي. په وسلهوالو جګړو کې له ماشومانو استفاده کول د غلامۍ نوې بڼه او د انساني قاچاق یو ډول دی.

د انسانانو او ګډوالو قاچاق سره د مبارزې پر وړاندې د افغانستان قانون پر بنسټ له ماشومانو جنسي استفاده او په جګړو کې ماشومانو کارول جرم بلل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام