له فرانسې سره د ۶۲ میلیونو ایرو په ارزښت د وړیا مرستو تړون لاسلیک شو

نن دوشنبې د (فېبرورۍ پر ۱۳مه) کابل کې د ماليې وزارت او فرانسې هېواد ترمنځ په یوه خبري غونډه کې د ۶۲ میلیونو افغانیو په ارزښت د وړیا مرستو تړون لاسلیک شو.

په غونډه کې د هېواد د ماليې وزیر اکلیل حکیمي د فرانسې هېواد له دې مرستې مننه وکړه او ويې ویل، چې دغه مرستې به د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې ډېرې ګټورې وي.

ښاغلي حکیمي زیاته کړه، چې دغه مرستې د کابل په سروبي ولسوالۍ او کاپیسا ولایت کې د کرنې، پوهنې، انرژۍ او روغتیا په برخه کې پلي کېږي.

حکیمي برېښنا، کرنه او روغتیا د اساسي سکتورونو له ډلې څخه وبلل او دا یې د هېواد د اقتصادي‌پیاوړتیا په‌پار د افغان حکومت لومړیتوبونه یاد کړل.

حکیمي زیاتوي چې د یادو مرستو له ډلې به ۴۱ سلنه یې د کروندګرو له‌پاره د اصلاح شویو تخمونو، زراعتي غواګانو او نورو برخو کې ولګول شي، د ۳۴ سلنو په ارزښت به یې له محمود راقي څخه تر نجرابه پورې د ۴۴ کیلومټره برېښنایي مزي تېر شي او د یو شمېر نورو سیمو د بریښنا مزي وغځول شي.

 ۲۲ سلنه به یې د روغتیا او ۴ میلیونه یورو به د پوهنې په برخه کې ولګول شي.

په غونډه کې د فرانسې سفیر فرانکویس ریچیر وویل، چې له دې مرستو یې موخه په افغانستان کې اقتصاد‌پرختګ دی. ده زیاته کړه، چې د افغانستان او فرانسې دوستي نوې نه ده، بلکې نږدې سلو کلونو ته رسېږي او لا به هم خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د فرانسې هېواد له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۶ کاله پورې له افغاستان سره د ۲۳۲ میلیونو یورو ژمنه کړې وه، چې تر اوسه یې ۱۶۱ میلیونه یورو رالګولي دي. په ۲۰۱۲ کال کې افغان حکومت او فرانسې هېواد د دوستۍ یو تړون لاسلیک کړې وه، چې له مخې یې فرانسې هېواد ژمنه کړې وه، چې له افغانستان سره به د کرنۍ، برېښنا روغتیا او پوهنې په برخه کې مرستې کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام