د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي نن «په کابل ښار کې د جرمونو د وضعیت تحلیل» په نوم د دوه ورځني ورکشاپ ګډونوالو ته وویل، یاد وزارت له جرمونو سره د مبارزې کړنلاره بدله کړې ده.
د نوموړي په وینا، د دې کړنلارې لومړی پړاو د مجرمانو او منظمو جرمي شبکو پېژندنه ده.
اندرابي زیاتوي، دا کړنلاره د جرمونو کچه راټیټوي او دغه راز په ښار کې د مجرمانو د ازاد تګراتګ مخه نیسي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر وویل، د دې کړنلارې له مخې له جرمي شبکو سره د مجرمانو اړیکه تر څار لاندې نیول کېږي او دوی له دې کړنلارې په ګټنې سره په تېرو څو اوونیو کې په کابل ښار کې ۲۱ مجرمان نیولي دي.
اندرابي وایي، له مجرمانو او منظمو جرمي شبکو سره د مبارزې په موخه، د امنیتي بنسټونو ترمنځ همغږي رامنځته شوې او عملي کار هم پیل شوی دی.
نوموړي له جنایي جرمونو سره په مبارزه کې د کابل ښاریانو پر همکارۍ تینګار وکړ او ټینګار یې وکړ چې د نوې کړنلارې په پلي کېدو سره به د مجرمانو د عمل ظرفیت را ټیټ شي.