سره له دې، چې کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري سفر ظاهرا د دې له پاره پلان شوی و، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوي امنیتي او سټراټيژیک تړون د موادو د پلي کولو په څرنګوالي به بحث او خبرې کوي، خو د راتګ اصلي موخه یې د ملي وحدت د حکومت د مشرانو ترمنځ د سیاسي کشمکش او لانجو ختمول وو او د دې خبرې اعلانول وو، چې دا حکومت به درې کاله نور هم دوام کوي.

د جان کیري له سفر وروسته د مشرانو او ولسي جرګې غړیو او زیاتو سیاسي مبصرینو وویل، چې دا ډول سفرونه او دلته زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ورته د منلو نه ده او دا د یو مستقل هېواد په توګه د افغانستان سیاسي غرور او حیثیت ته سخت تاوان رسوي، د دغه شنونکیو خبره په خپل ځای سمه ده، ځکه جان کیري د بین المللي عرف او قوانینو خلاف د افغانستان د سیاسي جوړښت په بدلولو کې نقش لرلو، چې د همدې سړي د مداخلي له امله د ملي یووالي حکومت جوړ شو او د دواړو مشرانو اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ سیاسي توافق وشو. کله چې د ملي یووالي حکومت جوړ شو؛ له هماغې اولې ورځې دا اټکل کېد، چې حکومت به د لویو پرېکړو او تصامیمو په نیولو کې مشکلات ولري او هغه ډول خدمات به خلکو ته ونه شي رسولی، چې دغو دواړو مشرانو یې په انتخاباتي کمپاین کې له خلکو سره ژمنه کړې وه. 

موږ کولای شو، د بین المللي قوانینو او اخلاقي نورمونو په اساس امریکا ملامته کړو، چې ولې یې یو داسې حکومت پر موږ وتپلو، خو د دغې ملامتۍ ګوته یوازې امریکا ته هم نه شي نیول کېدلی. که موږ د ټاکنو وروسته جنجالي حالت را په زړه کړو، هغه وخت د دواړو غاړو پلویان دې ته چمتو وو، چې د خپل کاندید په ملاتړ وسلې ته لاس کړي، حتا د دواړو غاړو روشنفکره قشر حاضر و، چې د خپل رهبر په پلوۍ وسله راواخلي نورو نه خو هېڅ ګیله نه ده په کار. ښه مې په یاد شي، هغو ورځو شپو کې د کابل د پوهنتونو محصلینو او د ماسټرۍ د دورې محصلینو سره تومانچې او کلاشنکوفونه ډېر شوي وو، هر چا فکر کولو، چې نن وي، که سبا، جګړه نښلي او دا جګړه داسې عادي جګړه هم نه ګڼل کېدله، چې نښتې وی او ژر پای ته رسېدلې وی، دا به تر هرې بلې جګړې خطرناکه وی، خو امریکا چې دلته د کوم مقصد له پاره راغلې او له دې ځایه د سیمې په هېوادونو او لویو موخو نظر ساتل غواړي، دا جګړه یې په ګټه نه وه، نو امریکا مجبوره وه، چې مداخله وکړي او بلاخره د حل یوه لانجمنه او جنجالي حل لاره راوباسي. یانې د لوی خطر د مخنیوي له پاره یې د ملي یووالي حکومت ناکامه نسخه پر موږ ومنله. خو له دې هر څه سره سره که زموږ سیاسي مشرانو خپلو کې د خلکو په ګټه جوړ جاړی کړی وی؛ نو ډېر زیات کار او خدمت یې کولی شوی، دا چې له دې وروسته د دواړو سیاسي مشرانو پلویانو او خپله دوی په تېر یو کال کې څه وکړل؛ هغه پوښتنه ده، چې نتایج یې زموږ په مخ کې پراته دي.

دواړو سیاسي مشرانو د ټاکنو په وخت له ملت سره ژمنه کړې وه، چې تحول او اصلاحات به راولي، هغه یې رانه وستل، دواړو غاړو ټوله انرژي په دې مصرف کړه، چې څنګه یو بل کمزوری کړي، تېر یو نیم کال کې دواړه رهبران د خپلو اصلي موقفونو نه یو اینچ هم په اسانۍ سره نه دي په شا شوي، د نوي سروي ګانو له مخې له اتیا فیصده زیات خلک د حکومت له کړنو راضي نه دي، ناامني او ناوړه اقتصادي حالت د خلکو ژوند سخت کړی دی. په لسګونو زره ځوانو مټو له افغانستانه پښې سپکې کړي دي. تر اوسه د سولې په برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی لیدل شوی. له دې ټولو ورهاخوا د حکومت دواړه ټیمونه د ملي وحدت له حکومته خپل خپل تعریفونه لري. د ډاکټر عبدالله ډله او پلویان د ملي وحدت د حکومت د مشروعیت منبع د جان کیري په مشرۍ شوې توافق نامه ګڼي، دوی استدلال کوي، که دا توافقات عملي نه شي حکومت مشروعیت نه لري. بله خوا د ولسمشر غني ډله بیا د حکومت مشروعیت د ټاکنو کمېسیون او د خلکو رایې ګڼي، تېر یو کال کې هرې ډلې هڅه کوله دغو دوو خبرو باندې ټینګار وکړي.  په دغه کشمکش کې د هېواد او دولت دارۍ چارې له خنډ سره مخ شوې او په نتیجه کې یې تر اوسه حتا د دغه سیاسي توافق مهمې خبرې یوه هم نه ده عملې شوې. سیاسي توافق کې مهمې خبرې د تذکرو وېش، د ټاکنیز نظام اصلاح او د لویې جرګې له پاره زمینه مساعدول یاد شوي وو، چې تر اوسه یو هم نه دی شوی. د حکومت د دغه کمزورۍ نه په استفادې د پخواني حکومت مهمو غړیو او وزیرانو پرېمانه تبلیغات پيل کړل، چې باید له سره انتخابات وشي او یا هم یو بل موقت حکومت تشکیل شي، دغو ټولو مشکلاتو د خلکو او په حکومت کې دننه د ټولو انديښنې زیاتې کړې وي او هغه د امریکا د استخباراتو د مشر خبره حکومت د سیاسي سقوط په پوله ولاړ برېښید.

له همدې امله یو ځل بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ته اړتیا پېښه شوه، چې راشي او دواړو رهبرانو ته ووايي، چې خپل کار ته دوام ورکړي. که تر اوسه یې د توافق نامې مهم ټکي نه وي پلي کړي له دې وروسته دې هڅه وکړي، چې په ګډه دا کارونه وکړي.

خو له بده مرغه جان کیري لا تللی نه و، چې د حکومت دواړو غاړو پلویانو او نږدې کسانو هڅه وکړه، چې د جان کیري خبرې د یوې او بلې ډلې په ضد تفسیر او تعبیر کړي.

د ولسمشر پلویانو د جان کیري خبرې داسې تحریف کړې، چې هغه ویلي، د دې حکومت تاریخ نه تېرېږي، بل ځای یې د جان کیري خبرې داسې راواخیستې، چې هغه ویلي دي، حکومت به درې کاله نور هم دوام کوي او ولسمشر غني کولای شي په خپل روش چې څنګه یې خوښه وي؛ دا حکومت وچلوي. مقابل کې یې د ډاکټر عبدالله پلویانو هم د جان کیري په حواله داسې دروغ او شایعات خپاره کړل، چې دوی د حکومت نیمايي شریکان دي او هېڅوک نه شي کولی د دوی له خوښې پرته په حکومت کې کوچنی ګام واخلي.

نتیجه دا، چې که چېرې د حکومت د دواړو مشرانو د پلویانو له خوا د یو بل په ضد دا ډول موضوع ګیرۍ او تبلیغات روان وي او په تېر یو نیم کال کې هم له دې ټولو جنجالونو عبرت وانخلي، دې سره به د دواړو مشرانو په ضد د خلکو کرکه او غوصه نوره هم را وپارېږي. حکومتي چارې به همداسې په ټپه ولاړې وي او دوی به خپلو کې سره اړم وي، امنیتي او اقتصادي حالت به ورځ تر بلې خرابېږي.

 اوس له دې ټولو ستونزو سره سره چې نه زموږ خلکو او نه هم سیاسي مشرانو ته بله لار پاتې نه ده، بې له دې چې همدا حکومت او مشران وزغمي، نو اوس دغو دواړو ډلو ته په کار ده، چې د خپلو شخصي او ځاني ګټو شاته شي او د خلکو په حال زړه وخوږوي، چې هم یې خلکو ته ګټه ورسېږي او هم د دوی سیاسي بقا له خطر سره مخ نه شي. د تېر یو نیم کاله تجربو او دا مهال د دواړو ټیمونو ته د نږدې کسانو موقفونو ته ګورو، دا پایله اخیستلی شو، چې راتلونکې درې کاله به هم په همدې نانندریو تېروي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام