له افغانستانه پاکستان ته د «کارنت تیر» لومړۍ امتحاني محمولې صادرېدل

له افغانستانه پاکستان ته د «کارنت تیر» لومړۍ امتحاني محموله ـ چې ۲۵ ټنه مڼې او ۵۰ ټنه مالوچ په‌کې شاملېږي ـ واستول شوه.

د ټرانسپورټ وزارت مالي او اداري معین امام‌محمد وریماچ وايي، له افغانستانه پاکستان ته د صادراتو له‌پاره کارنت تیر نه ګټنه به دې لامل شي چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې له منځه لاړې شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرتابه پلاوي مرستیال محمد یونس مومند وايي، له ۲۰۱۳ کال راهیسې، له افغانستانه څه باندې ۴۰ کارنت تیر صادر شوي او له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې، د تاجیکستان، قزاقستان، ترکمنستان، قرغیزستان، ایټالیا، ایران، لتوانیا او ترکیې په څېر هېوادونو څخه افغانستان ته ۳ زره او ۳۸۶ کارنت تیر صادر شوي‌دي.

هاخوا د ګمرکونو او عوایدو معین، د ټرانسپورټي شرکتونو له مسوولانو غواړي چې د تیر سازمان سند ترلاسه کړي او د افغانستان توکي له‌دې لارې د دې سازمان غړیو هېوادونو ته ولېږدوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له لارې تراوسه پورې ۸ ټرانسپورټي شرکتونه تیر سازمان کې ثبت شوي چې له‌دې ډلې دوه شرکتونه د تیر په سازمان کې فعالیت کوي.

افغانستان یو ځل ۱۹۷۵ کال کې د تیر کنوانسیون غړیتوب ترلاسه کړ؛ خو د کورنیو ستونزو له امله یې له دې سیستمه په سمه توګه کار وانه‌اخېستلی شو چې بالاخره یې ۲۰۱۳ کال کې په رسمي توګه غړیتوب ترلاسه کړ.

له پولو د تېرېدو سند یا "کارنت تیر" چې د سړکونو نړۍوال سازمان غړیو هېوادونو له لوري صادرېږي؛ د سړکونو نړۍوال سازمان غړیو هېوادونو له پولو څخه د تېرېدو له‌پاره، د دغو هېوادونو سوداګریزو توکیو لېږد په موخه ورڅخه کار اخېستل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام