له اخته کېدو تر روغېدو؛ روغتيا وزارت پر کرونا له اخته شکمن کس سره څه کوي؟

کرونا په چټکۍ سره ټولې نړۍ ته خپرېدونکې ده. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دغه ویروس اوس په وبا بدل شوی او خبر داری ورکوي چې ټوله نړۍ د خطر په درشل کې ده.

 کرونا دا مهال د نړۍ ۱۱۰ هېوادونو ته رسېدلی، ۱ یولک او ۲۲ زره کسان پرې اخته شوي او له ۴ زره ۳۰۰ ډېر کسان یې وژلي دي.

که څه هم د عامې روغتیا وزارت وايي، دغه ویروس لا په افغانستان کې په عامه توګه نه دی خپور شوی؛ خو تر اوسه پورې پرې ۱۶۵ شکمنې پېښې ثبت شوې چې له ډلې یې یوازې ۷ هغه په هرات او سمنګانو کې مثبتې ګڼل شوې دي.

د کډوالو او راستنېدونکيو چارو وزارت له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له ایرانه د افغان کډوالو له راتګ زیاتېدو اندېښنه ښيي او وايي چې هره ورځ شاوخوا لس زره کسان د اسلام‌کلا په بندر هرات ته راځي چې ښايي ډېر کسان په کې په دغه ویروس ککړ وي.

خو د عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا د کنټرول لپاره یې جدي تدابیر نیولي، روغتیايي ټیمونه یې د کابل، هرات، مزارشریف او نورو ولایتونو په هوايي او ځمکنیو بندرونو کې ځای پرځای کړي دي.

په کرونا ویروس اخته شکمن کسان لومړی په روغتیايي مرکزونو کې معاینه کېږي او همدې لپاره عامې روغتیا وزارت ۱۶۶ شمېره د عاجلو اړیکو لپاره فعاله کړې ده.

روغتیا پالان وايي په کرونا ویروس د اخته کسانو معاینه او قرنطین ډېر ساده او اسانه دی. داسې چې د نړۍ له هر ځایه راتلونکي مسافر د هېواد په هوايي ډګرونو او پولو کې د روغتیايي ټیمو له لوري کتل کېږي او له سکریننګه تېرېږي.

هغه کسان چې تبه، زکام، د غړیو درد، سردرد او نفس‌تنګي ولري، ژر تر ژره د کرونا د درمنلې مرکز ته انتقالېږي او د ۱۴ ورځو لپاره په قرنطین کې نیول کېږي، ترڅو یې ناروغي کورنۍ او نورو کسانو ته سرایت ونه کړي.

په دې تړاو:

افغانستان کې د ایران له لارې د کرونا ویروس د خپرېدو اندېښنې

د عامې روغتيا وزير: کرونا ويروس په ټولنه کې نه دی خپور شوی

که چېرې له بهره راغلي کسان په کرونا ویروس ککړ هم نه وي، باید له عامې روغتیا وزارت سره په اړیکه کې وي ترڅو په راتلوونکي کې ورته پاملرنه وشي.

هغه کسان چې د کرونا ویروس نښې ولري، نمونه یې اخيستل کېږي او لابراتوار ته استول کېږي. دغه نمونې تر ډېره د پوزې له اوبو اخيستل کېږي.

افغان حکومت تر اوسه د کرونا ویروس د تشخیص لپاره د امکانانو له جدي ستونزې سره مخ نه دی. په دې وروستیو کې عربي متحده اماراتو د کرونا ویروس د تشخیصولو ۵۰ زره الې له افغان دولت سره مرسته کړې دي.

د کرونا ویروس تشخیص د یوې ورځې په اوږدو کې وروستی کېږي او که چېرې پایله منفي وي، ناروغ کس ته له ټولنې د جلا اوسېدو سپارښتنه کېږي؛ خو باید له روغتیايي کارکوونکيو سره اړیکه وساتي.

خو که چېرې پایله مثبته وي، باید په ویروس اخته کس تر روغتیا پورې قرنطین شي.

د کرونا ویروس د درملنې لپاره تر اوسه کوم ځانګړي درمل نه دي کشف شوي خو لپاره یې نړیوالې هڅې روانې دي.

باید وویل شي چې په کرونا ویروس د اخته مړو شویو کسانو سوځول حقیقت نه لري. د دغه ویروس د وژنې فیصدي ډېره ټیټه ده او له هرو سلو کسانو یوازې درې يې وژني.

که څه هم د دغه ویروس خپرېدل د عمومي اندېښنو لامل شوی؛ خو همدغه اندېښنه لامل کېږي چې لا زیات کسان پرې اخته شي.

دا مهال نړۍ له کرونا سره د مقابلې لپاره سره يو شوي دي؛ خو نه باید له یاده وباسو چې هیله مندي پر دغه ویروس د بریا لپاره یوازینۍ لاره ده.

په دې تړاو:

په دوو اوونیو کې د ۵۰ زره کډوالو راتګ؛ افغانستان د کرونا له ګواښ سره مخ دی

عامې روغتیا وزارت: په کرونا اخته د ۱۰شکمنو کسانو پايلې منفي دي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام