لغمان کې یوې نادولتي موسېسې له سیلابونو سلګونه جریبه ځمکه ژغورلې

لغمان کې د نابینایانو سمون موسېسې د دې ولایت مرکز اړوند پجکیو سیمه کې د سیند پر غاړه ۳ سوه متره اوږد د جالیو دېوال په‌واسطه په سیمه کې له ۱۰۰۰ جریبه ډېره ځمکه د سېلاب له خطرونو ژغورلې‌ ده.

ځایي خلک وايي، د دې دېوال له جوړېدلو وروسته یې اوس په ډاډه زړه په‌دې نیت خپلې ځمکې له سره ابادې کړي چې ګوندې راتلونکيو فصلونو کې له ځمکو ښه حاصلات واخلي.

د دې سیمې اوسېدونکی او قومي مشر اورنګ وايي، وګڼئ چې د دې سیمې اوسېدونکیو ته ۱۰۰۰ جریبه وړیا ځمکې تر څنګ د پرُامنه اوسېدولو تکیه هم ورکړل شوې‌ده.

د علیشنګ سیند که څه هم ژمي کې لږې اوبه لري؛ خو له کب میاشتې په‌کې اوبه په ډېرېدو وي او ان تر چنګاښ میاشتې ښه په جوش او خروش روان وي.

د پسرلنيو بارانونو پر وخت خو کله ـ کله د دغه سیند کاسه ډکه او اوبه ترې اړوي.

د دې سیمې کروندګر له نویو هیلو سره خپلو ځمکو کې کار کوي او خوښ دي چې اوس یو ځل بیا خپلې ځمکې ابادوي.

د ځمکو کروندګر حسن‌خان او خان‌اغا خوشاله دي چې خپلې شاړې او له خطر سره مخ ځمکې یې له سره ابادې شوې.دوی اوس ډاډه دي چې د پسرلي او دوبي په موسم کې خپلې مېنې او په پخو فصلونو ډکې ځمکې نه پرېږدي او په اطمنان سره له خپلو ځمکو حاصل اخېستلی شي.

د لغمان دا اوسېدونکي وايي، له سیلابونو څخه د خپلو ځمکو د ساتلو له‌پاره یې تر اوسه په قومي کچه کوم اقدام ځکه نه‌و‌کړی چې دومره وس یې نه‌لرلو.

ځایي خلک وایي چې د نابینایانو سمون موسېسې له لوري د دېوال د جوړولو پر مهال سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې‌وه.

د لغمان مرکز اړوند پجکیو ځمکه کې د جوارو، غنمو او شولو تر څنګ بېلابېله ترکاري هم کرل کېږي.

لغمان کې د نابینایانو سمون موسېسې د معلوماتو له‌مخې، په‌دې دېوال ټولټال ۱۴ نیم میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د خوړو نړۍ‌وال سازمان ورکړی‌دی.

د دې موسېسې ولایتي مسووله امنه ندا وايي، په‌‌دې درې میاشتنۍ پروژې کې یې کافي کاري موکې هم برابرې کړې‌وې.

مېرمن ندا همداراز زیاتوي، دا دېوال درې متره لوړوالی لري؛ خو په ځېنو ځایونو کې له‌دې هم لوړ جوړ شوی‌دی.

مېرمن ندا همدارانګه وايي، په‌دې دېوال سره په پجکیو سیمه کې شاوخوا ۸ کلي د سېلابونو له خطره ژغورل شوي‌دي.

د نابینایانو د سمون موسېسې مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، یاده موسېسه له تېرو شپاړسو کالو راهیسې لغمان کې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي چې تر اوسه یې د استنادي دېوالونو د جوړولو تر څنګ په‌دې ولایت کې ګڼې اړمنې مېرمنې په بېلابېلو برخو کې روزلي چې اوس عملاً د کار مارکیټ ته واردې شوې‌دي.

د لغمان اوسېدونکي د دا ډول پروژو له پلې کېدو خوشاله دي. دوی له‌ دا ډول موسېسو او دولتي ادارو غواړي چې پر نورو برخو سربېره دې دوی ته د کرنې او مالدارۍ برخه کې نورې ډېرې پروژې راوړي چې هم په ځان بسیا شي او هم د هېواد له زراعتي برخې سره مرسته وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام