كه چېرې په قديمو او لرغونو داستانونو او کيسو موږ لږ غور وكړو. نو د قديمو تهذيبونو هره کیسه او هر داستان د هغې زمانې د فرضي عقايدو يوه سيپاره معلوميږي. هغه كه سمېري کیسې دي كه د بابل داستانونه او كه هندي ديو مالائي حكايتونه دي كه د يوناني تهذيب د دېوتاګانو كار نامې. مطلب دا چي په هغو تهذيبونو كې به هر زورور كه به باچا و، كه به جادوګر او يا شامن، پنډت يا پروهت و. د دېوتا مقام به ورته حاصل ؤ، ځکه چي باچا، جادوګر، شامن، پنډت او پروهت به د دېوتاګانو خپلوان او قريبان بلل كېدل. دا خو لا پرېږده چي دېوتاګانو به ښځې او اولادونه وو او هر يو ته به يو د ځانګړي قدرت لرونکی و. په هغو تهذيبونو كې دېوتاګان ډېر ؤ. ځكه د باران دېوتا به جلاؤ او د شرابو دېوتا به جلا و، د جنګ دېوتا به جلا ؤ، د عشق او محبت ديوي به جلا وه. د طوفان قدرت بۀ د يوه دېوتا په لاس كې ؤ او د ځمكي د زرخيزۍ طاقت به له يوې بلې دېوي سره ؤ. د شر دېوتاګان او دېويانې به جلا وې او د خير دېوتاګان او دېويانې به جلا وې.
په دغو لرغونو تهذيبونو كې جادوګر،شامن او پروهت ته به د عزت په سترګه كتل كېدل، ځكه چې مذهبي مشران به همدوی وو. جادوګر، شامن، پروهت او پنډت يا باچا به ځكه مقدسې هستيانې ګڼل كېدلې، چې دوی به له دېوتاګانو سره خبرې اترې كولى شوې. په ځېنو پخوانیو ټولنو كې دا عقيده هم عام وه، چي جادوګر يا شامن ځكه مقدسه هستي وه، چې دېوتاګانو په ژبه باندې پوهېږي. په هغه زمان كې، توهم پرستي، قبرپرستي او د ارواوو عبادت خلګو خپل فرض ګڼلو. چرچونه، مندرونه ګرجې عبادت ګاوې به هم وې او د عيش و عشرت اډې هم په دغو تهذيبونو كې به د بد كاريو دېوتاګان ترڅنګ ښه دیوتاګان هم موجود وو. د قديم تهذيب فرضي خيال يا وهم لا هم د د يوې عقيدې درجه درلود ده.
په دغو تېرو هېرو تهذيبونو كې داسې عقايد لا هم عام و، چي بد او بد كار دېوتاګان له تيارو را زېږېدلي دي. ځكه د هغو خدوخال بد رنګ وي. تك تور او وحشتناك شكلونه لري. د بلاګانو او بدو ارواوو غوندې جوسې لري. دغه رنګه نيك دېوتاګان له رڼا رازېږېدلي دي. ځكه هغو ډېره ښكلا او ښايست لري، د هغوی له وجودونو نور او سرور را څاڅي. هغوی همېشه په سپين لباس كې ګرځي. دا كومي خبري چي زه په تسلسل سره ليكم دا ټولي خبري د لرغونو تهذيبونو واړه واړه حكايتونه، کیسې او داستانونه دي او همدغه کیسې، داستانونه او عقیدې د لرغونو تهذيبونو ادبيات دي. دا کیسې او داستانونه نه يوازي حېرانوونكي دي؛ بلكې د ډېر خوند، رنګ او په زړه پوري والي نه ډك دي. د هغو خلکو توهمات، خرافات، فرضي خيالات، شخصي کیسې او حكايتونه د هغه زمان عقیدې وې او ځكه هم دغه توهمات او عقايد د دوي لپاره دمذهب درجه او مقام درلود.
منتونه، صدقې او د انساني وجود قربانۍ وركول لا هم د دوي په مذهبي رسوماتو كې شامل و. مذهبي مېلې او تهوارونه د دوي عام ثقافتي روايات وو.
شايد ځكه لرغوني ادبيات د ادب لوستونكيو نه د كوټلي مطالعې غوښتنه كوي، چې هغه ادبيات هم په خپله لمن كې د توهماتو، خرافاتو او فرضي خيالاتو يو شمېر ملغلري لري او دا ملغلري موږ هغه وخت رابرسېره كولى شو، چې موږ د دغو ملغلرو د لټون او هڅې بې كچه تنده ولرو. كه داسي نه ده؛ نو بيا د ژوند د دې شلېدلې او پاڼې پاڼې كتاب مطالعه هم ممکنه نه ده. د ادب دغه پاڼې پاڼې تاريخ لوستل ځكه ضروري دي، چې دا زموږ د ژوند داستاني تاريخ دى.
د ابو طالب كليم شعر دى:
من زى آغاز و زى انجام و جہاں بے خبرىم
اول و آخر و اىم كہنہ كتاب افتاد است