لالچاند د افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د اروپا له یوې میاشتې سفر وروسته هندوستان ته په ستنېدو د "هندوستان ټایمز" ورځپاڼې سره په مرکې کې ویلي، هڅه به وکړي، چې په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته په نړیوال کرکټ کې د ټیست لوبو کولو امتیاز ترلاسه کړي.
د نوموړي دغه ژمنه او لېوالتیا ښیي، چې له کرکټ بورډ سره د تړون غځولو له پاره تیار دی، خو کرکټ بورډ تراوسه له هندي روزونکي سره د تړون غځولو په اړه څه نه دي ویلي.
د هندي راجپوت په وینا، افغان لوبغاړي د کرکټ ښه استعداد لري، خو باید د غټو لوبډلو سره د ښه لوبېدو په موخه د نړیوال کرکټ تجربه ترلاسه کړي.
د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی زیاتوي، د دې له پاره چی افغان کرکټ ملي لوبډله لوړ کرکټ ته ښه چمتو شي، اسانه کار نه دی، باید زیاته خواري وکړي، خپل فیلیډینګ ښه او په فټنس برخه کې ښه والي راولي.
لالچاند راجپوت ویلي، د اروپا په سفر کی له ټولو ملي لوبغاړو نظرواخیسته، چې دوی د دویمې درجې هېوادونو په ځای د لوړو هېوادونو سره د کرکټ لوبو غوښتنه لري.
د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی وايي، هر افغان لوبغاړي ته یی دنده سپارلې، چې د فیلډینګ برخې ښه والي له پاره کم ترکمه په ورځ کې ۵۰ کیچونه ترلاسه کړي.
د لالچاند راجپوت په وینا، افغان لوبغاړي په خپل هېواد کی د اوږدې جګړې له کبله په مبارزه کولو کې مشهوره دي، تر وروستي بال د بریا هڅه کوي او د دې له پاره چې له هرې غلطۍ زده کړه وکړي، د نوموړي هرې مشورې ته غوږ نیسي او ورته پوره احترام لري.
راجپوت په مرکه کې ویلي، چې تل یې افغان کرکټ ملي لوبډلې ته دغه مثال ورکړی، چې که د اوسنیو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام اتلې ویسټ انډیز ته ماته ورکولای شي، نو د نړۍ دهېڅ لوبډلې ماتول سخت کار نه دی.
راچپوت پلان لري، چې د ایرلینډ خلاف په هندوستان کې د "انټرکانټینینیټل جام" څلور ورځنۍ سیالۍ نه یوه میاشت وړاندې ملي لوبډلې ته روزنیز کمپ برابر کړي او هڅه به وکړي افغان لوبډلې ته په "ممبۍ" کې هم تمریني سیالۍ برابرې کړي.
روزونکي تمه وښوده، چې د "لیګ سپنر" راشد ارمان، "چینامین بالر" ظاهر خان او "اف سپنر" محمد نبي عیسی خېل په څېر بهترینه (سپین) بالینګ په مټ په خپل کوربتوب ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې ته ماته ورکولای شي.
د "لویو وچو" روانې سیالۍ دا ځل افغان کرکټ ملي لوبډلې ته خورا اهمیت لري چې په ګټلو سره به یې افغانستان له وروستي مقام لرونکې ټیسټ لوبډلې سره د "ټیسټ چیلینج" سیالیو لوبولو امتیاز ترلاسه کړي او په ګټلو سره به یې د ۲۰۲۲ کال پورې د ۱۱ هېواد په توګه له کرکټ نړیوالې شورا سره د "ټیسټ" کرکټ لوبولو امتیاز ترلاسه کړي.