قوماندان د دفتر دروازه قفل کړه او زما بدن یې لمس کړ

سلام وطندار د ټولنیزو راپورونو په لړ کې د جنسي پېښو د قرباني شویو ښځو له هغې شمېر سره مرکې کړي، چې په دولتي او نادولي ادارو کې ځورول شوې دي او دغه مرکې یې په ځانکړې پاڼه کې راټول کړي دي، چې د مرکه کوونکیو نومونه مستعار، خو کیسې یې په پوره ډول حقیقي دي.

زهره: له خپل مېړه نه له جلا کېدو وروسته له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوم. د کابل په شان په یو ښار کې ډېره سخته ده، چې د ژوند اقتصادي لګښت پوره کړې. هغه هم بیا د یوې مېرمنې له پاره، چې ټوله شتمني یې یو درې کلن زوی وي.

د کار په لټه وم، چا به چې د کار په اړه راته وویل؛ هرومرو به یو ځل تر هغه ځایه ورتلم، له ډېرې ناچارۍ مې پرېکړه وکړه، چې د پولیسو په لیکو کې دنده واخلم.

د کار په لومړیو کې هر څه سم روان وو، د قطعې قوماندان راته په چټکتیا د نوم لیکنې او نورې اړونده اداري چارې خلاصې کړې.

هغه مهال چې یوې سرتېرې شوم، د قطعې قوماندان مې ټول اسناد له ځانه سره یرغمل ونیول او راته یې کړه، چې دفتر ته یې ورشم او هلته به مې اسناد او منظوري راکړي.

بلاخره یې دفتر ته ورغلم، د قطعې قوماندان سم لاسي د خپل دفتر دروازه قفل کړه او زما بدن یې لمس کړ، له شرمه مې غږ ونه وکړ. له دې ترخې تجربې وروسته قوماندان په بېلابېلو پلمو زما دفتر ته راتللو او زما ننداره به یې کوله او په ځیر، ځیر به یې را ته کتل. په ډېرې سختۍ سره مې د قوماندان چلند زغملو تر دې، چې یوه ورځ یې له شره خلاصه شوم.

نرګس: تل په دې هڅه کې وم، چې په یوې انځوریزې رسنۍ کې کار وکړم او یوه تکړه ویانده شم.

کورنۍ، ملګرو او استادانو تل هڅولوم، چې د رسنیو په ډګر کې کار وکړم. له نیکهمرغه مې په یوې انځوریزې رسنۍ کې دنده واخیستله. ما فکر کولو، چې ټولو هیلو ته مې ورسېدم، خو د کار له پیل نه مخکې د تلوېزیوني شبکې رییس چې زما ټول کارونه یې څارل؛ د ملګرتیا او واده وړاندیز یې راته وکړ، ګواښ یې وکړ، که وړاندیز یې ونه منم؛ دنده به له لاسه ورکړم.

د هماغې ورځې په سبا نوره دفتر ته ورنه غللم، او د تل له پاره مې د ویاندیویۍ فکر سره مخه ښه وکړه.

سمیرا: نهه میاشتې بې دندې ومه، یوه ورځ یوې دوستې را ته زنګ ووهلو او را نه یې وغوښتل، چې په یو تازه جوړ شوي انسټیټیوټ کې د منشۍ په توګه کار وکړم. د اوزګارتیا له وجې مې ومنله، تر یوې اوونۍ هر څه سم روان وو، دفتر د ټولو غړیو چلن را سم و، خو له یوې اوونۍ کار وروسته د رییس په چلن کې بدلون راغی. یوه ورځ چې زه او رییس په دفتر کې یوازې وو، رییس تر څنګ را سره کښیناست هڅه یې کوله، چې هره شېبه ځان را ته نږدې کړي، خوا ما ترې د خپل کار څوکۍ لرې کوله، بلاخره د رییس دې چلن زیاته غوسه کړم، حوصله مې تنګه شوه، کوکه مې پرې وکړه، چې دا څه کوې! ووېرېدمه، چې خدای مه کړه کوم کار ونه کړي.

په هماغې شېبې یو چا زنګ را ته ووهلو او رییس له دې سره را نه لرې ولاړ.

د رییس له دې چلن سره مې سر له هماغې ورځې په دفتر کې خپل چلن ته بدلون ورکړ او له دې پېښې پنځه ورځې وروسته رییس په یوې پلمې له کاره وویستلم او ما هم په ارام اوسیلي کار پرېښود.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام