قاچاقيان د نامنظمې کډوالۍ ستونزې پټوي

احمد د هغه ځوان مستعار نوم دی چې ۱۱ کاله یې کورنیو او بهرنیو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او یو وخت یې هم کابل کې د انګلیسي ژبې زده‌کولو مرکز یا کورس جوړ کړی و.

اقتصادي ستونزې او د هېواد سیاسي وضعیت احمد په داسې یوې لارې روانوي چې د دغې لارې زیاتره لارویان هېڅ کله هم بېرته نه دي را ګرځېدلي.

احمد یو څه پیسې برابروي او د ایران وېزې په ترلاسه کولو سره هغه هېواد ته روانېږي، خو د دغه ځوان وروستۍ موخه یو اروپايي هېواد دی.

احمد سلام‌وطندار راډیو سره خبرو کې وویل، چې قاچاقيان څنګه له خطرونو د ډکو لارو په اسانه ښودو سره هغوی د مرګ په لومه کې واچول.

نوموړي ته ویل شوي وو، که چېرې په پاسپورټ او وېزې سره ایران ته ورسېږي، په ډېرې اسانۍ سره به له هغه ځایه ترکیې او ورپسې اروپا ته ورسېږي.

دی نه پوهېده چې د دغه سفر هر ګام مرګ سره تړلی دی.

احمد هغه پېښه چې د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې د ده او ملګرو لپاره یې رامنځته شوې وه، داسې بیانوي:

«پنځوس شپېته کسان وو، موږ د درې خوا ته روان وو. قاچاقي نه وي یوازې د لاس په اشارې سره وايي، چې کومې خوا ته لاړ شئ. لږ چې مخ ته لاړ شئ د ترکیې سرتېرو غږ اورئ.»

احمد وویل، چې څنګه یې خپلو ملګرو سره په ګډه په لوڅو او زخمي شويو پښو تيږو کې مزل کاوه او اغزن‌ تار څخه تېرېدل.

کله چې احمد د مسافرت پېښې له سترګو تېروي پوهېږي، چې ژوندي پاتې کېدل یې یوه معجزه ده.

قاچاقيانو احمد او د هغه ملګرو ته د ترکي سرتېرو ډېر مثبت تصویر وړاندې کړی و.

هغه هېڅ کله هم فکر نه کاوه، چې ترکي سرتېري به د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې دی د مرګ تر برید ووهي.

«ویل یې چې پند شي ورته چې د عمر تر پایه یې په یاد ولري. ټول به یې په لغتو وهل هېڅ به یې فکر نه کاوه چې په کوم ځای لګېږې؛ سترګه، پوزه، خوله او که په ملا. هر ځای کې به یې وهلو او ویل به یې چې دوی باید عیبي شي.»

د احمد په وینا، دا چې د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې د ترکیې پولیسو له خوا ډېر ووهل شو او په ټپي حالت کې قاچاقيانو ته ور وګرځېده، قاچاقيانو په انفرادي کوټه کې وساته، ترڅو نور مسافرین یې ونه ګوري او داسې نه‌شي چې له سفر کولو تېر شي.

کله چې احمد پوهېږي چې له نړیوالو پولو تېرېدل څومره سخت کار دی، بېرته کابل کې خپلې کورنۍ ته راګرځي.

هغه هیله مند دی چې وکولی شي، بېرته په عادي توګه خپل ژوند پیل کړي او هېواد کې مناسب کار ته لاسرسی پیدا کړي.

د کډوالۍ د معلوماتو مرکز همغږی‌کوونکی سید شېرحسین هنریار سلام‌وطندار ته وايي، نامنظمې کډوالۍ هېڅ کله هم اسانه نه وي او قاچاقيان خپلې شخصي ګټې لپاره، نامنظمې کډوالۍ خلکو ته اسانه ورپېژني او هغوی تېر باسي.

نامنظمه کډوالۍ یوازې د سرحدي پولیسو په وهلو ټکولو نه خلاصه کېږي، بلکې زیاتره کډوال د ډېرو ستونزو په ګاللو سره، د موخې هېواد ته له رسېدو وروسته یا په خپله خوښه او یا هم په زوره بېرته خپل هېواد ته راګرځول کېږي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان یا د «ای، او، ام» د اړيکو مرستیال حدیث پردېس وايي، د تېرو کلونو په پرتله اروپايي هېوادونو نه هېواد ته د افغانانو راګرځېدو کې زیاتوالی راغلی، خو له ایران او پاکستانه د بژرته راستانه شويو شمېر کې کموالی راغلی دی.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د راپور پر بنست د ۲۰۱۹ کال له لومړیو تر اوسه پورې ایران، پاکستان او اروپايي هېوادونو نه شاوخوا ۲سوه زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام