د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز چې نن ولسي جرګې ته د ځواب ویلو لپاره غوښتل شوی و، د دې جرګې پر غړیو یې نیوکه وکړه چې د قرنطین اصول او روغتیايي سپارښتنې په پام کې نه نیسي.
د عامې ورغتیا وزیر وايي، خلک د دې لپاره چې تر اوسه د ولسي جرګې غړیو قرنطین په پام کې نه دی نیولی، هغوی ېې هم نه مراعتوي.
فېروز په هېواد کې کور پر کور د کورونا ویروس د خپرېدو خبرداری ورکوي او وايي، که خلک د قرنطین اصول او تولنیز واټن په پام کې ونه نیسي، بېمخیني انساني ناورین به جوړ شي.
په ورته وخت کې د عامې ورغتیا وزیر پر کورونا ویروس د اخته کسانو د شمېر ډېروالي خبر ورکړ چې په وینا یې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۰ تازه پېښې ثبت شوې دي او په دې سره پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۸۴ ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزیر له خلکو غواړي چې د کورونا ویروس د لومړنیو نښو، لکه د تبې او ټوخي په لیدو ځانونه په کورونو کې قرنطین کړي، خو که کله پر وچ ټوخي او نفستنګۍ اخته شول، د کورونا د تشخیص ځانګړي روغتیايي مرکز ته دې ور شي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړیو د روغتیايي تجهیزاتو، په لابراتوارونو کې د ازماېښتي وسایلو پر کموالي، په ولایتونو کې د شکمنو پېښو پر نه تشخیص او ولایتونو ته د ځانګړې شوې بودیجې پر نامتوازنوالي نیوکې وکړې.
دوی هم د قرنطین اصولو د نه رعایت په برخه کې د خلکو پر بېغورۍ نیوکې کوي.
په همدې حال کې د هرات والي سیدعبدالوحید قتالي نن د یوې خبري غونډې پر مهال په هرات کې د قرنطین موده وغځوله او ټینګار یې وکړ چې خلک یې باید ټول اصول په پام کې ونیسي.
نوموړی وايي، په هرات کې د ورځې ګرځبندیز په دوام د خوراکي توکو د کموالي مخنیوي لپاره به له دغه ولایت نه نورو ولایتونو ته د خوراکي توکو د لېږد مخه ونیسي.
په هرات کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې ګرځبندیز لګول شوی دی.