فیفا: ملي شورا د قانون جوړولو په برخه کې ښه عمل کړی دی

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا چارواکي وايي، چې د دوی د موندنو له مخې، ملي شورا په خپله ۱۶مه دوره کې د قانون جوړولو له امله خپلې دندې په بریالي ډول پرمخ وړې دي.

د ملي شورا له ۱۶مې دورې د دغه بنسټ څېړنې بله برخه په ډاګه کوي، چې د ولسي او مشرانو جرګو غړو په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د تېر کال په پرتله د ولس ستونزو ته د رسیدنې په برخه کې پاتې راغلي دي.

د فیفا بنسټ د پارلمانې څانګې مسوول حسیب معترف د دوشنبې په ورځ (فبروري ۲۷مه) کابل کې خبري غوندې ته د پورته ویناوو د څرګندولو ترڅنګ زیاته کړه، چې ملي شورا په دغه موده کې  ۴۱ سندونه چې د قوانینو طرحې او تقنیني فرمانونه هم په‌کې شامل دي تصویب کړي دي.

د نوموړي پر خبره،  تیرکال ولسي جرګې د ۲۵ قوانیو طرحې تصویب کړې وې، چې په همدې بنسټ سږنی کال څه باندې ۳۹ سلنه زیاتوالی د ملي شورا  داستازو په کړنو کې راغلي دي.

معترف زیاته کړه، چې ولسي جرګې له ۳۸ نړیوالو هوکړو ۳۷ هوکړې تصویب کړي دي او همدارنګه د قانون درې طرحې، چې  دوه تقنیني فرمانونه هم په‌کې شامل دي د ولسي جرګې له خوا رد شوي دي.

د دوی د څېړنو په بله برخه کې بیا راغلي، چې ملي شورا له ولسه استازیتوب په برخه کې بریالۍ نه وه.

له بل لوري بیا، د ولسي جرګې استازی جعفر مهدوي په غونډه  کې د فیفا بنسټ موندنې برعکس بولي.

هغه وايي، چې د ولس استازي ټوله ورځ د خپلو موکلینو دوسیو ته پر رسېدنې تېروي، نو ځکه يې د قانون جوړونې دنده هیره کړې.

مهدوي دا هم وايي، داسې وکیلان هم شته چې د قانون په برخه کې سلیقوي چلند کوي او په مجلس کې سنتي او توکمیز ذهنیت ددې سبب شوی دی، چې په سمه توګه د قانون تصویب ته پام ونشي.

بل‌خوا د ولسي جرګې د دارالانشا مسوولینو بیا سلام‌وطندار ته ویلي، چې په ۱۳۹۵ کال کې دغه مجلس د قانون ۳۱ طرحې تصویب کړې او ۸ نورې يې رد کړې دي.

د دوی پر وینا، په ټوله کې ولسي جرګې د قانون ۸۹ طرحې، مصوبې او نړیوال سندونه تصویب کړي، چې د ۱۳۹۴ کال په پرتله د قانون جوړونې په برخه کې ۲۰ سلنه زیاتوالی ښايي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس زیاتره عام وګړي د ولسي او مشرانو جرګې وکیلان په خپلو دندو کې په ناغيړۍ او خپلو جیبونو په ډکولو تورنوي.

دوی ادعا کوي، چې زیات شمېر وکیلان د هېواد او خلکو په غم کې نه، بلکې د خپلو شخصي ګټو په موخه هلې ځلې کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام