فوټبال فدراسیون د ښځینه لوبډلې په لباس بښنه وغوښته

د افغانستان فوټبال فدراسیون مشر کرام‌الدین کریم په خپله وروستۍ مرکه کې د اردن په تمریناتي کمپ او سیالیو کې د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې په لباس بښنه وغوښته چې په ټولنیزو رسنیو کې یې غبرګونونه راپارولي و.

ښاغلي کریم له اریانا نیوز تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډله باید د سیالیو او تمریناتو پرمهال د افغانستان کلتور مراعت کړي له بده مرغه دا کار یې په وروستي سفر کې ونه کړ.

د نوموړي په وینا، د فوټبال ښځینه ملي لوبډلې د وروستیو سیالیو او تمریناتو انځورونه فیسبوکي شوي او د یوشمېر هېوادوالو منفي غبرګون یې درلود.

کرام‌الدین کریم زیاته کړې چې افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې له بده مرغه حساسیتونو ته پام ونه‌کړ له امله یې نوموړی د فدراسیون د مشر په توګه له افغان ولسه بښنه غواړي.

د یادونې ده چې د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د روانې فېبرورۍ میاشتې په ۲مه او ۵مه نېټه له اردنۍ فوټبال ملي لوبډلې سره په اردن کې ۲ تمریني سیالۍ ترسره کړې چې په رسنیز شویو انځورونو کې یوشمېر افغان ښځینه لوبغاړې لیدل کېږي چې سرتورې دي او دغه‌ راز نور بشپړ حجاب یې هم نه دی مراعت کړی.دغو انځورونو په ټولنیزو رسنیو کې د یوشمېر مینه‌والو کرکه راوپاروله.

د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې له‌پاره تېرکال د ډنمارک یو شرکت «HUMMEL» چې د افغانستان فوټبال فدراسیون د لباسونو تمویلونکی هم دی حجاب لرونکی لباس برابر کړ چې په کې لوبغاړې له سره تر پښو پټه وي او باید ترې په سیالیو کې ګټه واخلي.

په روان کال کې د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې مرستیالې روزونکې هیلي کارټرز په خپل ټوېټ کې د افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د لباس په اړه ویلي چې د حجاب نه اغوستل د یوشمېر افغان ښځینه لوبغاړو خپله خوښه وه.

د افغانستان په اوسنۍ ښځینه فوټبال ملي لوبډله کې د ۱۳ کورنیو لوبغاړو ترڅنګ ۱۲ ښځینه لوبغاړې د امنیتي ستونزو له کبله له هېواده بهر په امریکا او اروپایي هېوادونو کې ژوند کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام