فوربس: پر پاکستان اقتصادي بندیزونه لګول کېږي

په پام کې ده، چې پر اسلام‌اباد د نړۍ قدرتمندو هېوادونو له‌خوا اقتصادي بندیزونه ولګول شي.

راپورونه وايي، چې دغه بندیزونه به د  نړۍ "جي۷" هېوادونه ولګوي او د تحریمونو مدیریت به د هندوستان او افغانستان له‌خوا کيږي.

د امریکا فوربس مشهورې اقتصادي مجلې په خپله خپره شوې ګڼه کې لیکلي، دغه بندیزونه پر اسلام‌اباد ځکه لګول کيږي، چې دغه هېواد په دولتي کچه له ترهګرو ملاتړ کوي.

په فوربس مجله کې پر پاکستان د ترهګرو د ملاتړ یو لوی دلیل دا راوړل شوی دی، چې له ۲۰۱۳م میلادي کال راهیسې پر پاکستان بیخي بریدونه کم شوي؛ په داسې حال کې، چې پر افغانستان له دغه کال راهیسې ترهګریز بریدونه برعکس زیات شوي دي.

کاناډا، ایټالیا، امریکا متحده ایالات، جرمني، برتانیا، فرانسه، جاپان او ورسره هندوستان او افغانستان هغه هېوادونه دي، چې پر پاکستان د اقتصادي بندیزونو لګولو پلان لري.

یادې مجلې کاږلې، چې تېره ورځ د مالي اقداماتو ځانګړي ګروپ یا "Financial Action Task Force" پریکړه وکړه، چې لومړی باید پاکستان ته درې میاشتې وخت ورکړل شي.

دوی اخطار ورکړی، چې که پاکستان په درېيو میاشتو کې خپلو تروریستي بریدونو ته د پای ټکی خوښ نه‌کړي، نو کېدای شي چې لومړی دغه هېواد د نړیوالې بانکدارۍ له‌پاره په ممنوعه زون باندې بدل شي.

د مجلې په حواله، تېره اوونۍ هم د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چارواکي ګواښ وکړ، که پاکستان په افغانستان کې خپلو ترهګریزو بریدونو ته زور ورکړي، نو دوی به د ملګرو ملتونو سازمان کې خپل شکایت ثبت او پر دغه هېواد به د اقتصادي بندیزونو غوښتنه وکړي.

خو مجلې بیا لیکلي، چې ملګري ملتونه به په نړېواله کچه پر دغه هېواد اقتصادي بندیزونه وضع نه‌کړي او نه به هم افغانستان او هندوستان په ګډه شخصي دغه کار وکولی شي.

ځکه د مجلې پر وینا، دغه دوه هېوادونه دومره زیات اقتصادي قدرت نه‌لري، چې د خپلو تحریمونو په وضع کولو سره دغه هېواد مجبور کړي، څو د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

فوربس دا هم لیکي، چې د دغه ډول بندیزونو له‌پاره باید ژر تر ژره د " جي۷" هېوادونو او د پاکستان څخه د لویو واردونکو( امریکا، بریتانیا او جرمني) ممالکو په ملاتړ چمتووالی ونیول شي.

فوربس په امریکا کې د مالي چارو مشهوره مجله ده او په خپل مطلب کې يې دا هم ویلي، چې ممکن پر پاکستان د دغو تحریمونو له لګولو چین او روسیې هېوادونه دفاع وکړي، خو پر وینا يې یوه ورځ به دغه هېوادونه هم له تروریزمه په امان نه‌وي.

د مجلې په باور تحریمونه باید هغه سوداګر په نښه کړي، چې د پاکستان پوځ او استخباراتو ته توکي رسوي.

د مجلې پر خبره، د نړۍ ولسواک اقتصادي قوتونه باید د هندوستان او افغانستان ساتلو په موخه له دغو بندیزونو ملاتړ او رهبري يې پر خپله غاړه واخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام