فلسطین د سوریې کوربتوب له پاره له افغانستانه مرسته غوښتې

د فلسطین فوټبال فدراسیون له افغانستانه غوښتنه کړې ده، چې د دوی د راتلونکو نړیوالو سیالیو د کوربتوب له پاره مرسته وکړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د فلسطین فوټبال فدراسیون له دوی غوښتنه کړې، چې دغه نړیوالې سیالۍ په افغانستان تر سره شي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د فلسطین فوټبال فدراسیون پلان لري، د خپلو راتلونکو نړیوالو فوټبال سیالیو او دغه راز د سوریې خلاف فوټبال لوبه په افغانستان کې ترسره کړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اداره وايي، چې د فلسطین فوټبال فدراسیون له خوا ورلېږل شوی مکتوب یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته سپارلې دی او په دې برخه کې یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

خبرپاڼه کاږي، چې د فلسطین د فوټبال ملي لوبډلې کوربتوب د افغانستان فوټبال د پرمختګ ښکارندويي کوي او دغه کار کولای شي؛ د نړیوال فوټبال سیالیو د کوربتوب له پاره د کابل باور زیات کړي.

فلسطین په داسې حال کې د خپلو راتلونکو فوټبال سیالیو له پاره د افغانستان فوټبال فدراسیونه مرسته غواړي، چې په خپله افغان فوټبال ملي لوبډله د خپل کوربتوب ټولې نړیوالې سیالۍ له هېواده بهر په ایران کې ترسره کوي.

دغه راز د افغانستان د فوټبال فدراسیون هم د افغانستان د حکومت او بهرنیو چارو وزارت له تایید وروسته د فلسطین او سوریې فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د پلان شوې سیالۍ له پاره خپل چمتووالی ښودلی.

د فوټبال فدراسیون په خبرپاڼې کې راغلي دي، چې دوی په ټولو شته امکاناتو د فلسطین او سوریې هېوادونو د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د نړیوالې سیالۍ کوربتوب وکړي.

افغانستان د وروستي ځل له پاره په ۲۰۱۲ کال کې په یوه دوستانه لوبه کې د پاکستان فوټبال ملي لوبډلې کوربتوب کړی و، چې افغانستان ۳ د ۰ ګولونو په وهلو پاکستان مات کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام