فراه کې ۳۰ امنیتي ځواکونه په یوه شپه وژل شوي

د فراه ولایتي شورا یوشمېر غړیو سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو تېره شپه پر فراه ښار او بالابلوک ولسوالي بریدونه وکړل چې ګڼ‌شمېر امنیتي ځواکونو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د فراه ولایتي شورا مرستیال شاه‌محمود نعیمي وايي، طالبانو د بالابلوک ولسوالي په آب‌خرمای سیمه کې پر یوه کنډک چې د هرات ـ کندهار پر لویه لاره کې دی، برید کړی او له کبله یې ۳۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، د طالبانو په نورو بریدونو کې هم امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اووښتې، خو د شمېر په اړه یې مالومات نه‌لري.

په همدې حال کې د فراه ولایتي شورا غړی خیرمحمد نورزايي که څه هم د په یاد کنډک کې د وژل شويو امنیتي ځواکونو شمېر نه‌ښيي، خو زیاتوي چې په یاد کنډک کې ۴۵ امنیتي ځواکونه وو چې د لومړنیو راپورونو له مخې د ملي اردو ۱۵ سرتېري او له ۱۵ تر ۲۰ پولیس وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، دغه د دفاعي او امنیتي ځواکونو ګډ کنډک و چې د فراه په خاک‌سفېد ولسوالي کې و، خو ۳ ورځې وړاندې آب‌خرما سیمې ته راولېږدول شو.

خو د فراه د پولیسو ویاند محب‌الله محب که څه هم د غه ولایت پر بېلابېلو برخو کې د طالبانو بریدونه مني، خو امنیتي ځواکونو ته د اووښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه وايي. د نوموړي په وینا، یادو نښتو کې طالبانو ته هم درنه مرګ‌ژوبله اووښتې ده.

بلخوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، د دوی کسان تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې په کنډک کې د ۶ نفوذي کسانو په همکارۍ د ملي‌اردو او پولیسو کنډک ته ورغلي او ۳۰ امنیتي ځواکونه یې وژلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام