فراه کې ملا امام د ۳ کورنیو ۱۱ غړي وژلي

فراه کې د یوه جومات ملا امام د ۳ کورنیو پر غړیو ډزې کړي چې له کبله یې ۱۱ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه‌محمود نعیمي سلام‌وطندار ته وویل چې یاده پېښه پرون مازدیګر د دغه ولایت د خاک‌سفېد ولسوالي په اړوند سیمه کې شوې ده.

د نوموړي په وینا، دغه ملا لومړی د خپلې کورنۍ پر غړیو ډزې کړي، خو کله چې یې دوه ګاونډیان د پېښې مخنیوي لپاره اقدام کوي، د هغوی کورونو ته ورځي او د کورنیو پر غړیو یې ډزې کوي.

د فراه د ولایتي شورا مرستیال وايي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې ۷ ښځې او ۲ ماشومان هم شامل دي.

نعیمي زیاتوي، یاده پېښه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمه کې شوې او کېدای شي قاتل د طالبانو له لوري نیول شوی وي.

تراوسه د دې پېښې انګېزه روښانه نه‌ده.

په همدې حال کې د فراه امنیه قومانداني هم دا پېښه تاییدوي، خو وايي چې د قربانیانو شمېر تراوسه نه‌دی مشخص شوی.

سلام‌وطندار ته د یادې پېښې یوه ویډیو رسېدلې چې درې جسدونه په‌کې لیدل کېږي. په ویډیو کې د کورنیو د نورو غړیو د ژړاوو غږ هم اورېدل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام