د فاریاب امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د غوڅ ملاتړ او افغان امنیتي ځواکونو په ګډو هوايي عملیاتو کې د طالبانو ۴ لوړپوړي مشران او د دې ډلې ۵۶ تنه نور وسلهوال وژل شويدي.
د ۲۰۹ شاهین قولاردو د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي چې دا هوایي عملیات پرون د طالبانو په پوځي هډو شويدي.
خبرپاڼه همداراز لیکي، په وژل شویو لوړپوړیو چارواکیو کې د پنځو ولایتونو لهپاره د طالبانو مالي مسوول مولوي ګندعلي، د قیصار ولسوالۍ لهپاره د دې ډلې د محکمې رییس مولوي حفیظالله، د قیصار ولسوالۍ لهپاره د دوی مرستیال ولسوال مولوي خاناغا او د دې ډلې یو محلي قوماندان مولوي ناصر ـ چې په فاریابي مشهور و ـ شامل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په عملیاتو کې دوه طالبان د امنیتي ځواکونو له لوري ژوندي نیول شوي او د پوځي وسایلو د یو سلاکوټ د له منځه وړلو ترڅنګ یې د دې ډلې څلور عرادې موټرې، موټرسایکلې او ځېنې پوځي مهمات نیولي دي.
طالبانو تر دامهاله پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.