د فاریاب یو شمېر ولسوالیو کې وروستۍ جګړې او ناامنۍ لامل شوي چې شاوخوا ۳ زره کورنۍ بېځایه شي.
د ياد ولايت د ولایتي شورا غړی نادر سعیدي سلاموطندار ته وايي، د وروستۍ یوې اوونۍ په ترڅ کې یوازې قیصار ولسوالۍ نه څه باندې زر کورنۍ بېځایه شوې دي.
د هغه په وینا، حکومت تراوسه پورې دغو کورنیو سره مرسته نه ده کړې.
یو شمېر بېځایه شوي هم وايي، بد وضعیت کې ژوند کوي او تراوسه یې د حکومت له خوا مرستې نه دي ترلاسه کړي.
د قیصار ولسوالۍ دوه بېځایه شوي نعمتالله او سید فضلالدین وايي، ان د یوې وچۍ ډوډۍ اخیستو توان هم نه لري.
د فاریاب د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو ریاست مسوولان وايي، دې وروستیو اوونیو کې د فاریاب ۷ ولسوالیو نه شاوخوا ۳ زره کورنۍ بېځایه شوي او میمنې ښار کې ځای پر ځای شوې دي.
د کډوالو رییس غلام فاروق محمدي وویل، دغه شمېرې لومړنۍ دي او امکان لري چې د بېځایه شويو شمېر زیات شي.
شاوخوا دوه اوونۍ کېږي چې امنیتي ځواکونو د میمنې ـ اندخوی لویهلار کې د شاهین ۱۱۷ په نوم پوځي عملیات پيل کړي دي او ډېری بېځایه شوي هغو ولسوالیو نه دي چې په کې د دولت د مخالفانو د ځپلو عملیات دوام لري.