شپه ده، کلی له لیرې ښکاریږي، ښځه فریاد کوي، تلوسه ډيره ده، هیڅ نه معلومیږي چې د خدای دا بنده له کومه درده داسې چیغې وهي.

هلک په خپل ځای کې کیني، مور یې راشي، هلک: ورته ووایه دا ظلم دی، موږ باید ورسره مرسته وکو، مور یې ورته ووایه، دی دې خدای ووهي، ډیر ظالم انسان دی، نه ورته ډاکټر راپریږدي او نه د کلي کومه ښځه، دوه میرمنې یې په زیږون کې مړې شوې، اوس دا دی میرات دی.

ورځ شي، سړی چلم په لاس له کوټې راوځي، د ګاونډي وړه لور سوسن کله کله د کوټې د بخارۍ له سوري لاندې ګوري، ګوندي چې په درد او غم اخته میرمنه یو نظر وویني.

سړی له کوټې راوځي، چلم یې په لاس کې وي، کنځلې کوي، ښځې ته بد رد وایي، فکر کوي چې میرمن یې ناروغه نه ده او مکر کوي.

سړی لاړ شي، لرګی راوړي تبر راواخلي، لرګی ماتوي، د ښځې فریاد پورته کیږي، له دنیا یې تمه شلیدلې وي، یوازې خدای یادوي له خدایه مرسته غواړي، او په غبرګون کې د خپل زوړ میړه کنځلې اوري.

بیا شپه شي، هلک مطالعه کوي، د ناروغې ښځې غږ بیا پورته شي، سړی یې ورټي، ورته وایي له خوب دې ویستی یم، پسې ورپاڅي، د ناروغې ښځې چیغې نورې هم لوړې شي.

د ګاونډي زلمی زوی قاسم له کوره وځي، زوړ بدخویه سړی خپله بستره په انګړ کې واچوي، قاسم ور ټکوي، سړی ور خلاص کړي، قاسم ورته وایي ډاکټر مې راوستی دی، سړی دروازه بیرته کړي، په غوسه شي، ورته ووایي ډاکټر نه دی پکار بیرته دروازه  بنده کړي. 

قاسم بیا دروازه وټکوي له دننه ورته سړی غږ وکړي، چې زما ډاکټر نه دی پکار، ښځې ته دې ډاکټر راوړی، ځه خپل کور ته یې بوځه، په درېیم وار دروازه ټکولو سړی له تبر سره له کوره راووځي، ډاکټر قاسم او څو نور کسان په کوڅه کې ولاړ وي، سړی یې وشړي، دې سره د ښځې فریاد ټيټ شي او د کلیمې له ویلو سره یې غږ ټپ شي.

سبا په هدیره کې جنازه وي، زوړ کونډ سړی ولاړ وي، داسې لکه هیڅ چې نه وي شوي، خلک ورته دعا وکړي، روان شي، وروستی کس ورته راشي، سړي ته وایي: نر یې نر، چې غم ونه کې چې سر روغ وي خولۍ ډيرې او همداسې ترې روان شي.

ماشومه سوسن د سړي کور ته ننوځي، چې راوځي نو چلم ورته په لغته ووهي، څو شېبې وروسته بیا د سندرو غږ پیل شي، چمبې غږیږي او کونډ شوی سړی له یوې بلې ناوې سره ناست وي. 

ددې پنځلس دقیقه یي فلم کیسه همدومره ده؛ خو ددې کیسې تر پرتې کیسې یې هغه څه دي چې مونږ یې نیمه نړۍ بولو او په تاریخ کې د همدې نیمې نړۍ د ژوندۍ ساتلو لپاره ډيرې مبارزې شوي دي.

هو ! فلم پر ښځينه حقونو جوړ شوی دی، چاپیریال ساده دی، خام کور دی، د منفي کرکټر( د جینۍ خاوند) داسې یو سړی ښودل شوی چې رښتیا هم د ښځې په کیسه کې نه وي.

د لیکوال او فلم جوړونکی کمال دا دی چې کرکټرونه یې چاته نه دي پيژندلي بلکې هر کرکټر چې په فلم کې کار کړی دی، خپله یې ځان په لیدونکو پيژندلی دی.

قاسم ځوان متعلم دی، زړه یې نرم دی، ښځې ته د انسان په نظر ګوري، غواړي مرسته ورسره وکړي، د ښځې خاوند یو زوړ بد ښویه انسان دی، حتی تر دې چې په قاسم شک کوي، په یوه صحنه کې ورته ووایي چې زه تا ډير ښه پيژنم ! یعنې دا پيژندلو خبره په همدې معنا ده چې په قاسم ګني شک کیږي.

سوسن نږدې پیغلوټې ماشومه ده، ددې عمر او فطرت سره سم دا کرکټر هم تلوسه لري چې پوهه شي د ګاونډي میرمن ولې ژاړي؟، یو خبره خو دا شوه چې زمونږ په ټولنه کې ډيرې کلیوالې نجونې لا هم په خپل بیولوژیکي جوړښت هم نه دي پوهه شوي او د هغه څه په اړه هم ورته روزنه یا معلومات نه ورکول کیږي چې دا نجونې ورسره مخ وي.

د قاسم مور چې په دوو صحنو کې راځي داسې میرمن ښودل شوې چې ددې سړي له خوي سره بلده ده، دا سړی یې ښه پيژندلی، ځکه خو خپل زوی ته وایي چې ته ورپورې کار مه لره دا سړی ډير بد انسان دی.

په فلم ډېر واړه ټکي نور هم دی، په یوې صحنې کې چې سړی چلم څکوي نو وټوخیږي او په ورته وخت کې ناروغه میرمن هم وټوخيږي، لیدونکی ترې دا معنا هم اخلي، چې سړی په خپله خونه کې د خپلې میرمن په مخ هم چلم څکوي او د هغې پر روغتیا یې هم منفي تاثیر کړی دی.

خو د فلم تر ټولو عجیبه ځانګړنه دا ده چې اصلي هیرونه ( ناروغه) میرمن تر وروستۍ صحنه راښکاره نه شي … دا د فلم تر ټولو قوي پیغام دی، ځکه زموږ د ټولنې حالت پکې ښه انځور شوی دی، چې وایي ښځه کور ته په ډولۍ کې راننوځي او په جنازه کې وځي.

د فلم په وروستۍ صحنه کې چې کله تازه جوړ شوی قبر وښودل شي او د ژړا غږ نه وي نو لیدونکی داسې احساس وکړي چې ناروغه میرمن مړه شوې ده. یعنې زموږ په ټولنه کې میرمن یوازې یو غږ دی، یوازې د ماشوم د راوړلو یوه وسیله ده، او کله کله خو نارینه ورسره داسې چلند وکړي چې دا غږ هم د تل لپاره د تورو خاورو لاندې شي.

په فلم کې پیغلوټې سوسن یو بل کردار هم لري، کله چې د میرمنې له مرګ وروسته سوسن هغه کور ته لاړه شي او د ښځې تشه کوټه وګوري، نو لیدونکی داسې احساس کوي چې دا کوټه شاید سوسن ته پاتې شي، همداسې وشي، په بله ورځ کونډ سړی له یوې بلې ناوې سره ناست وي، دا ناوې به سوسن وي؟

هو ! یا هم شاید نه ! خو یو حقیقت دی، چې د ناوې تر شال لاندې هر څوک ناسته وي، عمر به یې شاید د همدې سوسن هومره وي او د هیلو غوټۍ به په همدې تنکي عمر کې ترې تروړل شوې وي.

له تخنیکي پلوه فلم ډير طبیعي جوړ شوی دی، لوکیشن، د کرکټرونو حرکتونه، کالي، حتی په کور کې د وړو طبیعي شیانو ( چرګه، کوټنۍ) ، د چاپیریال غږونه … دا ټول هغه څه دي چې فلم یې بیخي حقیقت نه نږدې کړی دی.

یو ځل مې اوریدلي وو چې ټایټانک فلم د عکاسۍ جایزه اخیستې وه، لامل یې دا و چې په وروستۍ صحنو کې یې کامره د اوبو په سر نصب کړی وه او چې څپه به راغله نو کامره به ورسره وخوځيده او عکاسي یې ډيره طبیعي کوله.

په (غږ) کې هم همدا کار شوی دی، په ډیرو ځایونو کې کامرې ته داسې حرکت ورکول شوی دی چې لیدونکې یې بیخي طبیعي احساسوي. دغه لنډ افغاني فلم د ښځو د حقونو په ملاتړ جوړ شوی دی او په پای کې یې د ښځينه تحریک د مشهورې سرلارې سیمون دیبوورا دا جمله کښل کیږي.

 

ښځه نړۍ ته ښځه نه راځي، خلک یې ښځه کوي. سیمون دی بوو

د فلم ځانګړتیاوې:

فلم : غږ The Voice

لیک، لارښوود او تولید: نصیر القاس

عکاسي: جاوید تایمن

تولید: افغانستان

ژبه: دري

د تولید کال : 2009 ز اوړی

موده : 15 دقیقې 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام