تېره ورځ په غور ولایت کې د داعش د فعالیتونو تازه ویډیو خپره شوه. پهدې ۴ دقیقهيي ویډیو کې د ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ تنه د پوځي تمریناتو په حال کې لیدل کېږي.
پهدې ویډیو کې د «اسلامي دولت» د ستاینو په تړاو یوه ترانه هم اورېدل کېږي او د ویډیو په پای کې ټول سره راټولېږي او په عربي ژبه د داعش مشر ابوبکرالبغدادي ته د بیعت کولو جملې تکراروي.
د غور ولایت امنیه قوماندان غلام مصطفی محسني سلام وطندار ته وویل، چې داعش د فېروزکوه په شمالي برخه کې د نظامي هډو په جوړولو بوخت دي، چې لیکو ته یې د ماشومانو پر جذب شروع کړېده.
د محسني پر وینا، دغه نظامي تمرینات د فېروزکوه په مرغاب سیمه کې شويدي.
د غور امنیه قوماندان زیاته کړه، چې د داعشیانو په لیکو کې ځای کړي هر ماشوم ته د ورځې ۴۰ افغانۍ ورکوي.
غور هغه ولایت دی، چې داعشیان پهکې نسبت نورو ولایتونو ته زیات فعالیت لري. دغې وسلهوالې ډلې د جوزا پر ۱۰مه شپږ کروندګر برمته کړل، چې تر اوسه یې برخلیک نهدی معلوم شوی.