غور کې د جګړې له امله سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي

د کورونا ویروس له خپرېدو سره‌ هم‌مهاله په غور ولایت کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو په دوام د فېروزکوه ښار له لوېدیځو او شمال‌ لوېدیځو سیمو نه سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

د غور د ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي سلام‌وطندار ته ویلي، طالبانو د غور ـ هرات لویې لارې له نیولو وروسته د فېروزکوه ښار پر لوېدیځو او شمال لوېدیځو سیمو خپلو بریدونو ته زور ورکړی چې له کبله یې څه باندې ۲ سوه کورنۍ له خپلو سیمو بې ‌ځایه شوې دي.

د غور مدني فعالان محمدحسن حکیمي او محمدوزیر نوراني هم په دغه ولایت کې د سلګونو کورنیو بې‌ځایه کېدل د اندېښنې وړ بولي او خبرداری ورکوي، که دغو کورنیو ته ژرترژره لاسرسی ونه شي، انساني ناورین به رامنځته شي.

د دوی په وینا، اوس چې کورونا ویروس په خپرېدو دی، که د دغو بې‌ځایه شویو کورنیو غم و نه خوړل شي، لرې نه ده چې ګڼ‌شمېر یې پر دغه ویروس اخته شي.

د غور د والي ویاند محمدعارف عابر وايي، له ځینو دغو کورنیو سره مرسته شوې او هڅه کوي د نظامي عملیاتو په کولو سره د فېروزکوه ښار لوېدیځې سیمې له وسله‌والو پاکې کړي، څو خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د ځايي مسوولانو او په ولایتي شورا کې د غور د خلکو د استازو په وینا، طالبانو د نښتو په دوام «کمنج» پول چې د غور ـ هرات په لویه لاره کې دی، هم وران کړی او خلک یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام