دغور مدني فعالان په یاد ولایت کې د ۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا پر پروژې نیوکه کوي.
دوی وايي چې مرکزي حکومت دې د پوزلیچ د برېښنا بند پرځای د لمریزې ۵ مېګاواټه برېښنا پروژه نه پلې کوي.
د اوبو او برېښنا وزارت غواړي د ۱۷ کلونو په تېرېدو اوس غواړي د غور ولایت مرکز فیروزکوه ختیځ ته د ۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه پلې کړي.
خو د غور مدني فعالان پر یادې پروژې نیوکه کوي او وايي، حکومت دې د پوزلیچ د برېښنا بند پرځای د لمریزې برېښنا پروژه نه پلې کوي.
د مدني فعالانو په خبره، دغه پروژه له یوې خوا کم وخت دوام کوي او بلهخوا د دغه ولایت د ټولو اوسېدونکیو اړتیاوې نه پوره کوي.
د غور مدني فعالان محمدګل پویا او محمدصدیق صدیقي وايي، د اوبو برېښنا پرځای لمریزه هغه نه منو؛ ځکه د دغه ولایت ټولو کورنیو ته د برېښنا رسولو ظرفیت نهلري او حکومت ته پهکار ده چې د پوزلیچ بند چارې بشپړې او خلکو ته د اوبو برېښنا ورسوي.
په همدې حال کې د غور د ولایتي شورا رییس فضلالحق احسان هم د حکومت پر دغه اقدام نیوکه کوي او وايي، پهدې برخه کې به د خلکو ترڅنګ، خپلې عدالت غوښتنې ته دوام ورکړو.
خو د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي د ۵ مېګاواټه تولیدې برېښنا پروژې پلي کول په دغه ولایت کې د نورو پراختیایي پروژو د پلي کولو لپاره ښه ګام بولي او وايي چې د یادې پروژې په پلي کولو سره به د غور د اوسېدونکیو یو شمېر ستونزې حل شي.
د نوموړي په وینا، د یادې پروژې لومړني کارونه پیل شوي او هڅه کوي چې لازم امکانات ورته چمتو کړي.
د غور مدني فعالان له حکومته غواړي چې د لمریزې برېښنا پرځای د پوزلیچ برېښنا بند چارې بشپړې کړي. د دوی په وینا، که یاد بند جوړ شي، لسګونه جریبه ځمکه به خړوبه او دغه راز خلکو ته هم د څښاک اوبه برابرې کړي.