د غور ولایت یو شمېر لوبغاړي وايي، چې د دوی ولایت د ورزشي لوبغالي د جوړېدا له پاره څو ځلې پيسې ځانګړې شوي؛ خو تر اوسه یې د لوبغالي په نامه ځای نه دی روغول شوی.
دوی له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، څومره پیسې چې د ورزشي ځایونو او لوبغالو له پاره ځانګړې شوي؛ د سیمه ییزو چارواکیو له خوا حیف او میل شوې دي.
د دې ولایت یو تن لوبغاړی عبدالقیوم وايي، چې په دې ولایت کې د ورزشي ځایونو نه موجودیت دې لامل شوي، چې له ملي سیالیو پاتې شي.
جان محمد یو تن بل لوبغاړی وايي، چې د دې ولایت لوبغاړي د سیمه ییز چارواکیو د بې توجهۍ له امله د نورو ولایتونو له لوبغاړیو وروسته پاتې دي.
دوی وايي، چې په دې وروستیو کې د یو جمنازیوم د جوړولو له پاره شاوخوا ۱۲ لکه امریکايي ډالره مرسته شوې وه؛ خو د دې ولایت د لوړپوړیو چارواکیو له خوا حف او میل شوې.
د غور ولایت د ورزش د برخې امر محمد امیر هم په دې ولایت کې د لوبغالو او ورزشي ځایونو نه شتوالی تاییدوي، وايي، چې همدا اوس په دې ولایت کې د جاپان هېواد له خوا د ابتدايي لوبو له پاره یو جمنازیوم جوړ شوی، چې د ټول ولایت له پاره بسنه نه کوي.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي مني، چې په دې ولایت کې ورزشي ځایونه او لوبغالي نه شته؛ خو د پیسو د حیف او میل خبره ردوي. دی زیاتوي، چې سیمه ییز چارواکي تل هڅه کوي، چې په دې ولایت کې ورزشي لوبغالي جوړ شي..
د غور ولایت لوبغاړي د المپیک د ملي کمېټې نه پاملرنې ته په اشارې سره وايي، چې د دې ولایت لوبغاړیو د کمو امکاناتو په لرلو سره ډېرې سترو سیالیو کې ګډون کړی دی.