افغان ولسمشر او د کابینې یو شمېر وزیران نن د یو سفر په ترڅ کې د لوګر ولایت امنیت پراختیا، غوره حکومتولۍ ارزونې او د خلکو ستونزو د اورېدو له پار لوګر ولایت ته تللی و.
ولسمشر محمد اشرف غني په دغه ولایت کې ولسونو سره د خبرو پرمهال وویل، چې د چین له مرستیال ولسمشر سره یې خبري کړي او ډير ژر به د لوګر مس عینک کان تړون له پوره تغیراتو وروسته تازه کړي.
ښاغلي غني وویل، چې له چین سره د مس عینک کان تړون تر بدلون وروسته به د کان کېندلو عملي چارې پيل شي.
نوموړي زیاته کړه، لوګر د مس عینک کان تاریخي اثارو، د پخوانیو ماینونو موجودیت، د ځمکو د املاکو او د امنیت ستونزې هوارې شوي دي.
ولسمشر غني په دغه ولایت کې د دولتي کارکوونکو، امنیتي بنسټونو مسولینو او ولسي وګړو سره تر خبرو وروسته امنیتي ځواکونو ته امر وکړ، چې په دغه ولایت کې د دولتي ځمکو په غصب تورن کسان ونیسي او د قانون منګلو ته دې وسپاري.
غونډه کې د عالمانو او قومي مخورو په استازیتوب مولوي اسدالله حنیف وویل، چې د ملي یووالي حکومت څخه ملاتړ کوو او غوښتنه وکړه، چې د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د والي تر مشرۍ لاندې د عالمانو شورا وې جوړې کړي.
په ورته وخت کې غونډه کې د افغان مېرمنو په استازیتوب عنیطا حلمي وویل، دغه ولایت په ډېرو ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي تړل شوي او مېرمنې د کورنيو اقتصادي ستونزو له امله ستونزو سره مخ دي.
هغې له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه، چې په دغه ولایت کې د مېرمنو اقتصادي خوندیتوب له پاره دې پروژې پلي کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې لوګر ولایت ته سفر کوي چې په دې ورستیو کې د دغه ولایت امنیت تر پخوا خرابه شوي او په یو شمېر سیمو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پوځي عملیات پیل شوي دي.