غني: له باوري بانکي سیستم پرته اقتصادي پرمختګ ناشونی دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې پرته د یو شفاف او د اعتماد وړ بانکي سيستم څخه په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ ستونزمن دی.

همدارنګه نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان بانکونه باید داخلي صنعت په خپلو پښو ودروي.

محمد اشرف غني په هغه غونډه کې، چې د افغانستان بانک مشر خلیل صديق په رسمي ډول معرفي کولو په اړه جوړه شوې وویل، چې د بانکدارۍ سیسټم د یو هېواد اقتصاد بنسټ جوړوي او باید دغې مسلې ته جدي پاملرنه وشي.

غني جوړې شوې غونډې ته زیاته کړه، چې تخنيکي او مسلکي نهادونو کې پرته له کفایت، لیاقت، وړتيا او کاري ظرفیت نه ورته هيڅ بل څه لومړيتوب نه لري.

هغه خبرداری ورکړ، چې د افغانستان په مرکزي بانک کې به هيڅ ډول سیاست ده ته د منلو وړ نه وي.

افغان ولسمشر زياته کړه، چې دولت به د افغانستان بانک څخه قرض نه اخلي او دغه سيسټم په ټوله نړۍ کې یو ناکامه سيسټم دی.

هغه د هېواد بانکي سيسټم پر ښه کېدا د ټينګار ترڅنګ وویل، چې په سيمه د افغانستان بانکي سيسټم یو بې سارې پرمختګ درلود، ځکه په ډېر کم وخت کې يې د زياتو پیسو بانکداري يې پرمخ یوړه.

د هغه په خبره، د کابلبانک ناورين په افغانستان کې بانکي سيسټم زیانمن کړ.

په پای کې د افغانستان بانک نوی رییس خلیل صدیق ژمنه وکړه، چې خپله ټوله انرژي به په صداقت سره د دغه بانک په پياوړي کولو کې مصرف کړي.

هغه وویل، چې د کابلبانک د دیواله کېدو يواځنی علت د قانون نه پلي کېدل او د مديريت ضعف وو.

د ويلو ده، چې د افغانستان بانک رییس څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې د غړو له خوا په اکثريتو رايو تایید شو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام