غني: داعش ډلې ته باید افغاني رنګ ور نه کړل شي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې باید داعش ډلې ته د افغاني رنګ ورکولو څخه ډډه وکړو.

د هغه په وينا داعش د نړۍ له نورو هېوادونو راغلي او په افغانستان کې غواړي ترهګريز فعاليتونه ترسره کړي.

غني دا هم وویل، چې دوی به هيڅکله دغې ډلې ته اجازه ور نه کړي، چې د سيمې هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

نوموړي تېره شپه ناوخته د يوې خبري ناستې پرمهال په ارګ کې خبريالانو ته وویل، دا باید د سيمې هېوادونو ته واضحه شي، چې ترهګر غواړي په افغانستان کې میشت شي.

خو زياته يې کړه، چې دوی به يې په افغانستان کې د ريښو غځولو له پاره پرې نه ږدي.

غني همدارنګه دا هم وویل، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه لکه ایران، پاکستان، چين، هندوستان او د مرکزي اسیا هېوادونه په افغانستان د داعش ډلې له حضوره اندېښنه لري.

نوموړي د افغان امنيتي ځواکونو د مېړانې او ستاینې ترڅنګ وویل، افغان ځواکونه د دې وړتیا لري، چې د تروریزم ګواښ له ريښې وباسي.

افغان ولسمشر خبريالانو ته زیاته کړه، که چېرې افغان ځواکونه او عراقي پوځيان د داعش ډلې پر وړاندې د مبارزې په برخه کې سره پرتله کړو، نو په عراق کې اوونۍ په اوونۍ دغه ډله قوي کيږي، خو په افغانستان کې برعکس بیا دغو ډلو ته درنه مرګ ژوبله اړول کيږي.

نوموړي زياته کړه، چې چين، روسیه او پاکستان باید د تروریزم ريښو له منځه وړلو له پاره یوه منظمه سيمه ییزه ستراتيژي جوړه کړي.

هغه وویل، چې د همدغو هېوادونو څخه تروریزم افغانستان ته راځي او د افغانستان دولتي نظام په ګډون د یادو هېوادونو په ګډون د سيمې نور هېوادونه هم ګواښي.

ولسمشر محمد اشرف غني وویل، چې د شانګهای په ۱۵ مه غونډه کې ټولو غړو هېوادونو هوکړه وکړه، چې په کابل به د وزيرانو په کچه د يوې غونډې په ترڅ کې د تروریزم د له منځه وړلو له پاره پر يوې منظمې ستراتيژۍ بحث وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د داعش ډلې د مشرانو له وژل کېدو څخه بېلابېل راپورونه د رسنيو له لوري خپاره کيږي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنيت عمومي ریاست له لوري خبر خپور شو، چې دوی په ننګرهار کې د داعش ډلې کره معلومات د نړېوالو ځواکونو سره شریک کړل او وروسته يې د هوايي بريد په واسطه په افغانستان او پښتونخوا کې د داعش ډلې مشر حافظ سعيد په ګډون يې ۳۰ تنه نور ووژل شول.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام