ولسمشر محمد اشرف غني نن (جمعه) د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ لوګر ولایت ته تللی و او په هغه ولایت کې یې له خلکو سره دهغوی په ستونزو خبرې وکړې.
ولسمشر اشرف غني پر امینتي چارواکو غږ وکړ چې په دغه ولایت کې دې د ديني عالمانو پر کورونو د شپې چاپې نه اچوي.
ولسمشر سره په دغه سفر کې د کورنيو چارو وزیر نورالحق علومي، د محلي ارګانونو دخپلواکې ادارې مشر جیلاني پول هم ملتیا کوله.
ولسمشر دخپل دغه سفر په لړ کې د ځايي امنیتي چارواکو سره هم خبرې اترې وکړې او هغوي یې خپلو مسولیتونو ته وهڅول.
ښاغلی غني امنيتي چارواکو ته وویل، چې د ځمکو عاصبین دې به دغه ولایت کې ونيسي.
ولسمشر سره د لوګر ولایت د دیني عالمانو په استازولۍ مولوي اسدالله حنیف خبرې وکړلې او له حکومته یې وغوښتل، چې په دې ولایت کې د دیني عالمانو پر وړاندې دې ناسم چلند بند کړی شي.
حنیف وویل، چې د لوګر دیني عالمان دحکومت ملاتړ کوي او د وسله والو او حکومت ترمنځ د واټن را کمولو په لړ کې هڅې کوي، نو «حکومت دې د دیني عالمانو درناوی وکړي» او نه دې زورول کيږي.
ولسمشر غني ډاډ ورکړ، چې له دې وروسته به امنیتي ځواکونه د دیني عالمانو په کورونو چاپې نه اچوي.
همدا ډول ده له خلکو سره ژمنه وکړله، چې ددغه ولایت د ستونزو په اړه پلټنې کوي او ژر به یې ستونزې ور حل کړي.