غزني کې وسله‌والو دوې ښځې تښتولې دي

د غزني د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا ښځې پرون له کابله د هلمند په لوري په حرکت وې چې د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند د کابل ـ کندهار پر لویه لاره وتښتول شوې. د غزني د رسنیو دفتر دا کار په طالبانو پورې تړي؛ خو په خپله دې ډلې تراوسه په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

د دې لارې په اوږدو کې پراته خلک د کابل ـ کندهار لویه لاره له ناامنیو هغو ګڼي او وايي چې کله ناکله پرې طالبان چاپې اچوي او یا د پلټنو پرمهال ځېنې کسان له ځانه سره وړي.

ورته مطالب:

طالبانو د پروان ـ بامیانو لویې لارې ۹ مسافران تښتولي

 

طالبانو په فراه کې ۱۰ کسان تښتولي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام