غزني کې د رای‌ورکوونکیو د تقویتي نوم‌لیکنې مخه ونیول شوه

د غزني لسګونو اوسېدونکيو چې نن په دغه ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دفتر مخې ته راټول شوي وو، د رای‌ورکوونکیو د نوم‌لیکنې پروسې د پیلېدو او د نوم ثبتونې مرکزونو ته د ټاکنیزو توکیو د لېږدولو مخه ونیوله.

معترضانو ګواښ وکړ، تر هغې چې حکومت له ولسمشري ټاکنو سره په یو وخت کې د غزني د ولسي جرګې ټاکنې و نه‌کړي، په دغه ولایت کې به د رای‌ورکوونکیو د نوم‌لیکنې پروسې پیلېدو ته اجازه ور نه‌کړي.

یو معترض خالد مبارز وايي، د ټاکنو کمېسیون باید ورسره توپیري چلن و نه‌کړي او په دغه ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې وکړي.

خو په غزني کې د ټاکنو د ولایتي دفتر رییس عبدالبصیر مومند له خلکو غواړي چې د نوم‌لیکنې پروسې پیلېدو ته اجازه ورکړي، څو خلک د رای‌‌ ورکولو له حقه بې‌برخې نه‌شي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په ټول هېواد کې د رای‌ورکوونکیو د نوم‌لیکنې تقویتي بهیر پیل شو او شل ورځې به دوام وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام