اوس چې کوم لوبغاړي په نړیواله کچه شهرت لري، لوړې ـ لوړې ودانۍ او کورونه لري، په کورونو کې یې نوې پرمختللې موټرې ولاړ دي او د ژوند ټول خواهشات یې پوره شوي، په داسې حال کې، چې یو وخت د یوې ډوډۍ پېر ته په فکر کې وو.
د کرکټ په نړۍ کې د یو شمېر اوسنیو مشهورو لوبغاړیو له پخواني حال څخه مو خبروو، چی یو وخت یې یوه ـ یوه روپۍ په فکر مصرفوله؛ خو اوس ترې د خپلو پیسو شمېر هېر دی.
له دې ډلې لوبغاړیو څخه هندی ال راونډر روینډر جډیجا دی، چې اوسمهال د کرکټ لوبې لوړیو څوکو ته رسېدلی دی او د پيسو یې شمار نه کېږي.
هغه وخت چې دی اوسنی جډیجا نه و؛ خورا غریب و، مور نرسه او پلار یې چوکیدار و او کله چې ۱۶ کلن و؛ نو مور یې په یوه پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ او له هغې وروسته یې کرکټ سره مینه کمه شوه.
جډیجا د مور دغم له کبله ماته ونه منله، بیا یې کرکټ پیل کړ، چې اوسمهال په ښه ځلېدو د کرکټ نړۍ یو مشهور لوبغاړی شمېرل کېږي.
نوموړي د یو خبریال د دی پوښتنې په ځواب کې چې په ماشومتوب کې یې کوم حیوان خوښېد؛ ویلي، په ماشومتوب کې خپلې خېټې ته حیران و؛ نو حیوان به یې څنګه ساتلی؟
اسټرالیوي اوپنر ډیویډ وارنر هم له کرکټ مخکې په یو (سټور) کې کار کولو. د یو دوکان په اندازه کوټه کې اوسېد او د ساعت پر سر یې ۱۲ ډالره کار کولو؛ خو له کرکټ سره مینې او کامیابېدا ورته د میلیونونو ډالرو د ګټلو چانس برابر کړ، چې اوسمهال خپله په اسټرالیا کې په پانګونه بوخت دی.
سویلي افریقایي ښي لاسی تېز بالر ډیل سټین چې کومه ورځ د خپل هېواد ملي لوبډلې له پاره غوره شو؛ نو یوازې یوه جوړه بوټان یې لرل.
د نوموړي پر وینا، د غریبۍ له کبله یې د دویم جوړ بوټانو وس نه لرلو، چی بیا ورته د وخت لوبډلمشر شان پولک له خوا ورکړل شول.
ویل کېږي، چې ډیل سټین به ماشومتوب کې بې (بوټانو) ګرځېد؛ خو اوسمهال په نړیوال کرکټ کې ۶۰۰ ویکټې لري او له میلیونونو ډالرو سره خبرې کوي.
ویسټ انډيزي بې رحمه لوبغاړي او د ۲۰ اوریز کرکټ پاچا کریس ګېل هم ماشومتوب کې د ډوډۍ پیدا کولو له پاره د نورو ماشومانو څخه د (بوتلونه) غلا کول؛ خو اوسمهال د کال ۵ میلیونه ډالر ترلاسه کوي.
د هندي کرکټ لوبډلې لوبډلمشر مهندر سینګ ډهوني، چې اوسمهال یې په کرکټ کې د زړه هېڅ ارمان پاتې نه دی، پیسې، موټرې، کورونه ، شهرت او عزت لري؛ خو ۱۴ کاله مخکې یې د اورګاډو په تم ځای کې ټکټونه پلورل چې هغه مهال یې کورنۍ ته ستره دنده وه.
د پخوانۍ غریبې کورنۍ دا لوبغاړی چې په لومړیو کې ورته د کرکټ شرکت د کرکټ (بیټ) نه ورکولو؛ اوس د هندوستان په شمول د نړۍ د هر ستر شرکت له پاره ضرورت ګڼل کېږي، چې په ۳۱ میلیونو ډالرو سره د ورزش نړۍ یو شمتن لوبغاړی دی.