عیسی خیل : فشار په افغان کرکټ لوبډلې نه بلکې په بنګله دیش دی

ټاکل شوې ده د ۲۰۱۵ کال کرکټ نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې افغانستان سبا خپله لومړۍ سیالۍ له بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې سره ترسره کړي.
که له یوه اړخه بنګله دیش په یواځېنۍ لوبه کې افغانستان ته د ماتې خوړلو سپړه له وړاندې په مخ خوړلې ترڅنګ یې ایرلینډ ته د ویسټ انډیزۍ لوبډلې د سترې ماتی وروسته د بنګالیانو پښې نورې هم لړزیدلي دي.
افغان کپتان نبي عیسی خیل د سبا ورځې سیالۍ وړاندې نن په (کنبرا) کې په یوه رسنیزه غونډه کې د روزونکي انډي مولز سره په ګډه راښکاره شو او د بنګله دیش خلاف یې د خپل منظم پلان له مخې د ښه کرکټ هیله وښوده.
ښاغلي عیسی خیل وویل ،په دې باوري دی چې بنګله دیشۍ کرکټ ملي لوبډله د تیرکال په (ایشیا کپ) سیالۍ کې دماتې له کبله دافغانستان کرکټ ملي لوبډلې د فشار لاندې ده چې دغې لوبډلې ته یې د دوی په کور کې په 32 منډو ماتې ورکړې وه.
د افغان کپتان په وینا چې پدی هیله د بنګله دیش خلاف بریاوی جاري وساتي ، ځکه د اسټرالیا اب او هوا له افغان لوبډلې لپاره مناسبه ده چې پکښی ښه تیزبالینګ او دغه راز په ازاده توګه بیټینګ ترسره کولای شي.
د نبي عیسی خیل په وینا چې د پخوا په پرتله د افغان کرکټ ملي لوبډلی ډیرې اړتیاوې پوره شوي دي او باید چې افغان کرکټ ملي لوبډله د نړۍ د مخکښو کرکټ لوبغاړو خلاف مقابله کوونکې کرکټ نندارې ته وړاندې کړي.
په همدې حال کې افغان روزونکي انګلستاني انډي مولز رسنیزه غونډه کې وویل چې بنګله دیش به دافغانستان لپاره سخت سیال وي ، دوی ورته احترام لري خو ترې په هیڅ صورت ویره نلري.

دغه راز بنګله دیشۍ کرکټ ملي لوبډلې هم د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې خلاف د سبا ورځې سیالۍ لپاره په (منوکا اوول) لوبغالي کې نیږدې 3 ساعته سخترینه تمرینات ترسره کړل.
بنګله دیشي کپتان مشرفي مرتضی په یوه رسنیزه غوڼده کې وویل، چې بنګله دیش یوځل له افغانستان څخه ماتې خوړلې ده ، خو داځل بریا به د بنګله دیش وي.
نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان تیزبالرانو خلاف یې هم پوره چمتووالی نیولی دی ترڅو یې ښه ولوبوي.
په همدی حال کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مدیر(منیجر) بشیرستانکزي له اسټرالیا (کنبرا) څخه سلام وطندار راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې افغان لوبډلی نن د سبا ورځې مهمې سیالۍ لپاره خپل وروستي تمرینات ترسره کړل او ټول لوبغاړي د سبا ورځې سیالۍ لپاره پوره چمتووالی لري.
د نوموړي په وینا که افغان لوبغاړي د سبا ورځې سیالۍ کې ورکړل شوی پلان په سمه توګه عملي کړي نو بنګله دیش څه چې د نړۍ هره یوه لوبډله په روان نړیوال جام سیالیو کې ماتولی شي.
بشیرستانکزي زیاته کړه چې د افغانستان تیزبالینګ له وړاندی د افغانستان ستر ځواک شمیرل کېږي خو افغان بیټسمینان به هم د بیټینګ لپاره په سازګار (کنبرا) لوبغالي کې ښې منډې جوړې کړي.
دافغانستان او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ سیالۍ به سبا د اسټرالیا په پلازمینه (کنبرا) منوکا اوول لوبغالي کې د افغانستان په وخت سهار 8 بجې پیل شي.
د یاد ونې وړ ده چې دا دافغانستان کرکټ په تاریخ کې دوهم ځل دی چې له بنګله دیشۍ کرکټ ملي لوبډلې سره په نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې دلوبې ډګر ته وځي.
د لومړي ځل لپاره افغانستان تیرکال په (ایشیا کپ) کرکټ سیالیو کې له بنګله دیش سره د لومړي ځل لپاره نړیواله یو ورځنۍ لوبه وکړه چې په کې افغانستان دیوې په زړه پورې لوبې وروسته بریا خپله کړه وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام