عیسی خان لغماني ولسي جرګه له محشره وژغورله

"جري جوک ته او جوک مې هدف ته برابروه او ډز چپه يې کړه، په پنځوو دقیقو کې مې شپږ ځانمرګي وغځول"

دا د عیسی خان لغماني جملې وې، چې د پارلمان پر ودانۍ د نننۍ ځانمرګي بريد کوونکو له بريد ځوابولو وروسته له رسنيو سره وکړې.

هغه وايي، چې له یوې زوروې چاودنې وروسته يې د زیات ګردونو له لاسه خپله وسله ورکه کړه؛ وروسته يې برید کوونکو ته د پارلمان لومړي عمومي دروازې په سيميټي موانعو کې کمين ونیوه او د ملي اردو له لوري ورکړل شوي ټوپک په زور يې ۶ واړه ځانمرګي بريدګر يې په خورا اسانۍ سره د مرګ کومې ته ورسول.

د ملي اردو دغه سرباز، د پارلمان د ودانۍ امنيتي ځواکونو له ډلې و.

هغه هرڅه، چې يې کړي په خورا لوړ اواز پرې فخر کوي او وايي، " زه د وطن خدمتګار یم او والله که د پاکستان یو غلام هم رانه کامیاب شي."

د ځانمرګو بريدګرو جسدونه په مېدان پراته وو او مخکې له دې، چې خپل لاسي بمونو ته چاودنه ورکړي له منځه تللي دي.

په خواله رسنيو کې ډيری د همدغه سرباز د شجاعت او سرښندنې په اړه تبصرې روانې دي او یو شمېر ځوانان خپله پاڼه کې د ده عکس پورته کړی.

عيسی خان لغمانی هغه څوک دی، چې شاید د ده مېړانه نه وای، نو په پارلمان کې محشر جوړېده.

ده ويلي، چې په پنځوو دقیقو کې ټول ځانمرګي بريدګر يې وژلي او وروسته ډزې د امنيتي ځواکونو له لورې پېل شوې.

ټا کل شوې وه، چې نن به د ولسي جرګې عمومي غونډې ته د ولسمشر دويم مرستیال سروردانش له خوا د ملي دفاع وزارت ته نوماند معصوم ستانکزی وروپیژندل شي، خوکله چې د ولسي جرګې رییس وویل، میلیمانه دې د غونډې تالار ته ور وبلل شي د سترې چاودنې غږ راپورته شو.

بیا نورې ډزې هم وشوې او ټول وکیلان او د شورا کارکونکي او پارلماني خبریالان له ځانګړې لارې د شورا له انګړ څخه روغ رمټ و ویستل شول.

د دې جرګی د کورني امنیت د کمېسیون غړي لالي حمیدزي وویل، چې دا د پردۍ جګړې یوه برخه ده چې پر افغانانو تپل شوې.

لالي وویل، چې د ملي شورا په ودانۍ لومړی درنه چاودنه وشوه او بیا د ار پي جي راکیتونه وتوغول شول، خو د پارلمان وکیلانو ته یې مرګ ژوبله نه ده اړولې.

د نوموړي په وينا په پارلمان کې دننه کوم وکیل ته زیان نه دی اوښتی او یواځې دوه امنیتي کسان ټپيان شوي دي او اوسمهال د درملنې له پاره روغتون ته استول شوي.

په همدې حال کې د کابل امنیې قوماندان عبدالرحمان رحیمي وویل، چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته  د ملي شورا دیوال سره نږړې چاودنه ورکړه، بریدګرو غوښتل له چاودنې وروسته د ملي شورا ودانۍ ته ننوځي، چې د امنیتي ساتونکو له خوا په نښه او هدف ته له رسېدو وړاندې له پښو وغورځول شول.

هغه هم وايي، چې د بريدګرو شمېرو شپږو تنو ته رسېده.

د پارلمان په انګړکې یو وسله تون هم د ډزو او چاودنوپه پایله کې اوراخیستی وو او ترډیره د ډزو غږونه اوریدل کیدل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام