عمران خان: نور افغانستان ته یوازې دوعا کوم

د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې تر دې وروسته په افغانستان کې د سولې راتلو لپاره هېڅ مشوره نه ورکوي.

د رسنیو له قوله، عمران خان پرون د قبایلو په اورکزیو سیمه کې د یوې غونډې پر مهال ویلي چې تر دې وروسته به په افغانستان کې د سولې راتلو لپاره یوازې دوعا کوي.

نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې له سولې راتلو سره په پاکستان نکې سوداګریز فعالیتونه ډېرېږي.

د عمران خان وروستۍ څرګندونې په افغانستان کې له غبرګونونو سره مخ شوې وې. ډېری افغان سیاستوالو او عامو خلکو د نوموړې څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وبلله.

نوموړي په دوو بېلابېلو غونډو کې افغان حکومت د سولې خنډ بللی و او په دویمه غونډه کې یې ویلي وو چې «لنډمهالی حکومت» په افغانستان کې د سولې راتلو کیلي ده.

عمران خان تر دې موضوع وروسته خپلې څرګندونې یوازې «د ورورۍ مشوره» بللې وه.

اړوند مطالب:

عمران‌خان: افغان حکومت د سولې خبرو کې خنډ دی

مدني ټولنې: د عمران‌خان څرګندونې د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه ده

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام