علومي: ۶ میاشتې وروسته به وسله وال د سر پورته کولو جوګه نه وي

د کورنيو چارو وزیر نورالحق علومي وايي، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره افغان امنيتي ځواکونه پياوړي کيږي او په راتلونکو ۶ میاشتو کې به وسله وال سخت وځپل شي.

هغه په همدې ټکو وویل، چې " په راتلونکو ۶ میاشو کي به د دښمنانو تار او مارکول وي او ورسره به د امنیتي ځواکونو توان او پیاوړتیا هم ثابته شي، نه داچې وضعیت به کړکېچن شي."

نوموړي دا څرکندونې د مشرانو جرګې عمومي غونډه کې وکړې.

د کورنيو چارو وزیر په داسې حال کې په شپږو میاشتو کې د وسله والو د سخت ځپلو راپور ورکوي، چې تېره ورځ په ولسي جرګه کې د ملي امنيت عمومي رییس رحمت الله نبیل وویل، چې په راتلونکو ۶ میاشتو کې به د افغانستان امنیت لا خراب او وسله وال ډله ییز بريدونه به زيات شي.

همدارنګه د کورنيو چارو وزیر وویل، چې د امنيت د لا ښه والي له پاره په کورنيو چارو وزارت کې يې مسلکي، په وطن مين او وړ کسان ګومارلي دي.

هغه زياته کړه، چې په شمالي ولايتونو کې د ناامنيو د ډېرېدو یو عمده لامل دا دی، چې ترهګر غواړي د شمالي ولايتونو له لارې ځان منځني اسيا او چين هېوادونو ته ورسوي.

نورالحق علومي سناتورانو ته وویل، چې د وروستيو پوځي او چاڼيزو عملياتو له امله د طالبانو تحرکات کم شوي، خو د له منځه وړلو له پاره به يې د هېواد په شمالي او ختيځو ولايتونو کې قوي او پياوړي چاڼيز عمليات ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ملي امنيت عمومي رییس رحمت الله نبیل په ننګرهار ولایت کې د داعش د موجوديت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

هغه وویل، چې ډېر ژر به يې پر وړاندې قوي عملیات ترسره شي.

په افغانستان کې د داعش حضور اوازه نه ده

نن یکشنبه د جون ۲۸ مه ملي امنيت په ننګرهار ولایت کې د طالبانو نومول شوي ولسوال د نيولو خبر ورکړ.

ملي امنيت ویلي، چې د نيول شوي ولسوال څخه د طالبانو وسایلو سره سره د داعش بېرغ هم وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر اجرايوي رییس لومړي مرستیال انجنير محمد خان د يوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې په افغانستان کې د داعش حضور په یو واقعیت بدل شوی، خو په وينا يې افغان حکومت به هر هغه ډله نابود کړي، چې غواړي افغان حکومت کمزوری کړي.

انجنیر محمد خان زیاته کړې، چې د افغانستان په ځينو سيمو کې داعش له طالبانو سره په نښتو کې بوخت دي، خو په ځينو ځايونو کې بیا طالبان خپل سپين بېرغونه د طالبانو په تورو بېرغونو بدل کړي.

د افغانستان د اجرايوي مشر لومړي مرستيال دا هم وویل، چې د داعش حضور د افغانستان په شمال ختيځو سيمو زيات شوي دي.

هغه ټينګار وکړ، چې تاجکستان غواړي د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره پوره مرسته وکړي.

اخوا د افغانستان د ملي دفاع وزارت هم وايي، چې  د هېواد په نهو ولایتونوکې ۹ پلاني شوي عملیات دوام لري

د دغه وزارت مرستیال ویاند جنرال دولت وزیري وایي، چې په لغمان، ننګرهار، کنړونو کې د ۲۰۱ سیلاب، په هرات کې ۲۰۷ او مزار شریف کې د ۲۰۹ شاهین قول اردوګانې د وسله والو پر وړاندې منظم پلان شوي عملیات پرمخ وړي.

وزیري نن کابل کې د خبري غونډې پرمهال وویل، د کندوز ولایت دشتي ارچي ولسوالۍ له پاره چمتوالی نیول شوی دی.

جنرال وزیري وایې، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې وسله والو مخالفینوهم ۳۳ بریدونه کړي، چې په کې ماین چاودنې، تعرض او انداخت شامل دي.

نوموړی وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونوکې دوه د ملي اوردو سرتيري وژل کېدو سربېره ۴۹ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.

جنرال دولت وزیري په هوایي برخه کې په ځانګړي توګه دهلیکوپټر، کشف او ترانسپورټ برخې د پياوړتیا خبرورکوي اوزیاتوي، چې تېرو ۲۴ ساعتونوکې ۶۵ محاربوي او ترانسپورټي پروازونه سرته رسولي دي.

دغه راز، غونډې ته د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل، د تیرې یوې اونۍ راهیسې یې ملي پولیسو د نورستان وانټ وایګل ولسوالۍ، د شتي ارچي او یمګان ولسوالۍ له وسله والو مخالفینو پاکې کړې دي.

 صديقي زیاته کړه، چې د کندوز چهاردرې ولسوالۍ ستونزه حل شوې اوپه دې هڅه کې دي، چې بیا ځلي دغه ولسوالۍ د وسله والومخالفینو په پټن ځای بدله نشي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وایې، چې تیره اونۍ یې د ګډو افغان ځواکونو پرمټ په ټول هېواد کې د وسله والو مخالفینو پرضد  ۷۵ بیلابیل عملیات کړي دي.

ددغه وزارت چارواکي وایې، چې له څلورو اونیو راهیسې کابل ښار کې یې د نیشه یي توکو ۱۲۰ لاس پولرونکي یې ۱۳۳ کیلوګرامه بیلا بیل ډوله نشه يي توکوسره نیولي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام